د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني اقتصاد کیسه



ژباړه ګل ایاز، مشال راډیو

لیکوال: ډاکتر عبدالحفیظ شیخ (د پاکستان د مالیې وزیر)

سرچینه: والسټریټ ژورنال


د پاکستان د مالي چارو وزیر ډاکتر عبدالحفیظ شیخ په وال سټریټ ژورنال کې د خپل هیواد د اقتصاد په اړه لیکنه کړې.

د ده په وینا، له امریکا سره د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر وړاندې له یوې لسیزې راهیسې همکاري کوي. دی وايي، دا ترهګري او او سختدریځي سیمې او نړۍ ته ګواښ دی.

((پاکستان په دې جنګ کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او ۳۷۰۰۰ ولسي وګړي او له ۵۰۰۰ زیات امنیتي سر تېرو [په دې جګړه کې] وژل شوي دي.))

شیخ لیکي: ((پر قربانیو سر بېره په دې جنګ کې، د هیواد پر اقتصاد منفي اغېز هم شوی او له ۱۰۰ اربه ډالرو زیاته بهرنۍ پانګونه یې له لاسه ورکړې ده.))

خو د ده په خبره، د هیواد په اقتصاد کې بدلون راغلی او یو نوی پاکستان په دې سیمه کې را منځ ته کېږي، او دې ته تیار دی چې په نړیوال بازار کې خپل ځای جوړ کړي.

دی لیکي: ((په تېرو څلورو کالونو کې د پاکستان حکومت مشکلې او مهمې پرېکړې کړې دي چې د هیواد اقتصاد پر خپلو پښو ودروي.))

ډاکتر عبدالحفیظ شیخ لیکي: ((سږ کال (۲۰۱۲) ناخالصه کورنی پیداورا به ۴ فیصده وده وکړي، چې د تېر کال پرتله دوه چنده دی.))

دی لیکي، د ۲۰۱۲ز مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د مالیو غوندولو سطح ۲۴ فیصده ته رسېدلې ده. په بهر هیوادونو کې مېشتو پاکستانیانو هیواد ته ۹،۷ اربه ډالره استولي دي.

ډاکتر شیخ لیکي، همدا راز، په برامداتو کې د تېر کال د ټاکل شوي اساس پرتله ۵،۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی. تېر کال دا اساس یا بنیاد د ۲۵ اربه ډالرو وو.

په ورځپاڼه کې د پاکستان د مالي چارو وزیر عبدالحفیظ شیخ لیکي: ((په مخ پر وده هیوادونو کې پانګونه ننګونې لري، خو پاکستان د اقتصادي ودې له پاره موزون دی.))

شیخ زیاتوي، په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې جمهوري حکومت به خپله د واکمنۍ موده پوره کړي.
XS
SM
MD
LG