د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا باید له افغانستان سره ژمنې پوره کړي


امریکايي سینېټر مارکو روبیو
امریکايي سینېټر مارکو روبیو


هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
د امريکا په سينيټ کې د حکومت مخالفه ريپبلیکن ګوند غړي مارکو روبيو ويلي په افغانستان کې د بې ثباتۍ يو غټ لامل په دې هیواد کې د امريکا د اوږد مهاله رول په اړه د سيمې د خلکو او هیوادونو بې باوري ده.


ستراتیژیک تړون او هیلې

نوموړي دا خبره په واشنګټن کې د بروکېنګز اېنسټيټيوټ په نامه د يوې څېړنيزې ادارې له خوا جوړې غونډې ته وکړه.

مارکو روبیو د امریکايي سينيټ د خارجه چارو د کمېټې غړی هم دی.

ده په عين وخت کې، د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژيک تړون موضوع ته په اشارې پر دې اندېښنو سر بېره، هيله هم وښوده:

((د افغانستان د راتلونکې په اړه د دې غیر يقيني صورتحال يوه وجه خو دا ده چې د سيمې خلک په دغه هیواد کې زموږ د اوږدې مودې له ژمنو په واضحه توګه خبر نه دي. دوی به کېدای شي فکر کوي چې امریکا او ناټو له افغانستانه د وتو په حالت کې دي، او ځکه نو زيات جوختېدل ورته نه دی پکار. دوی ويرېږي چې هسې نه د بهرنيو ځواکونو تر تللو وروسته طالبان په واک کې راشي او ورسره حساب کتاب وکړی. خو دغه د اوږدې مودې ستراتیژيک تړون، چې جزيات به يې ژر مخې ته راشي، هيله ورڅخه کېدای شي چې په سيمه کې د ايساف ملکونو د رول یو واضح تعين وکړي.))

بايد وويل شي افغان او امریکايي چارواکی په دا وروستيو کې تر دا منځ د اوږد مهاله ستراتيژيک تړون په مسودې سره سلا شول چې ټاکل شوې ورباندې د افغانستان د پارلېمان او د امريکا د امنيتي ادارو تر غور کېدو وروسته، د دواړو هیوادونو ولسمشرانو ته د منظورۍ له پاره ولېږدول شي.


امریکا باید ژمنې پوره کړي

که څه هم امريکايي او افغان مقاماتو دا موافقه د دواړو هیوادونو تر منځ د پايدارو اړيکو له پاره يو سند ګڼلی، خو راپورونه وايي، لا هم په دې اړه چې تر ۲۰۱۴ ز کال وروسته، چې زیاتره بهرني ځواکونه به له افغانستانه وتلي وي، په دې هیواد کې به د امريکا پوځي حضور څه ډول بڼه ولري او له افغان ځواکونو سره به امريکا په څه اندازه مرستې وکړي، د دواړو خواوو تر منځ خبرې دوام لري.

د امريکا سينيټر مارکو روبيو د واشنګټن غونډې ته په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې باید امریکا په دې برخه کې له افغانستان سره کړې خپلې ژمنې عملی کړي:

((د افغانستان د امنيت زيات دارومدار د افغان ځواکونو په وړتیاو دی، خو يو څه برخه ذمه واري زموږ هم جوړېږی چې خپلې وعدې پوره کړو. که د افغان ځانګړو ځواکونو خبره شي نو ډېر تکړه شوي او د لا ډېر ښه کار تمه ترې کېدای شي. خو که چېرې د افغانستان د پوځ د عادي سرتېرو کارکردګي ارزوو، نو په دې اړه اندېښنې شته.))


په افغانستان کې حضور ولې ضروري دی؟

نوموړي، دغه راز په افغتنستان کې، د امريکايي ځواکونو له موجوديت سره که يوې خوا ته د عامو امريکايانو د زياتېدونکي اختلاف مسله تاييد کړه نو بلې خوا ته يې پر امريکايي چارواکو غږ وکړ چې خپل ولس ته په واضحه توګه ووايي چې په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور ولې ضروري دی؟

ده په دې لړ کې زياته کړه: (( يوازې دا نه چې [هلته د] شوي کار او ورکړل شويو قربانیو ته د درناوي له کبله، بلکه په ستراتيژيکي توګه هم، د يو شمېر دلايلو له مخې په افغانستان کې زموږ موجودګی د ارزښت وړ ده. پر دې سربېره چې افغانستان د هسې یوه ځای له جوړېدو څخه، چې په راتلونکي کې ترې زموږ پر ضد يوارې بيا بريدونه تنظيم شي، وژغورو؛ هلته زموږ پاتې کېدل د پاکستان دننه د مخ په زیاتېدونکي غیر يقیني صورتحال له پلوه هم مهم دي.))

سينيټر مارکو روبيو همداراز په ډاګه کړه چې امریکا به تر يوې نامالومې مودې پورې په افغانستان کې دېره پاتې نه شي او په عين حال کې يې پر افغانانو غږ وکړ چې له اوسني فرصته په ګټې اخیستو د ځان له پاره د يوه فعاله قومي دولت د جوړولو په موخه ریښتونې هلې ځلې وکړي.
XS
SM
MD
LG