د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني ته علامتي سزا، اوس به وزیر اعظم پاتې شي؟



پراګ - د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپکاوي په تور، مجرم ګرځول شوی دی.

د پاکستان په سپریم کورټ کې د مقدمې د اورېدنې پر مهال ګیلاني مجرم خو وګرځول شو، خو هغه سزا ورته نه ده اورول شوې چې په اړه یې پخوا خبرې کېدې.

د سپریم کورټ اووه کسیزه قضاییه جرګګۍ یا بینچ د معاملې د اورېدنې پر مهال په خپله فیصله کې وویل، ګیلاني به تر هغو مجرم وي چې عدالت نه وي برخاست شوی.

تر دې فیصلې ۳۰ ثانیې (نیم منټ) وروسته عدالت برخاست شو.

پر ګیلاني تور وو چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد یې د سوېټزرلینډ چارواکو ته لیک نه وو استولی.

تر دې فیصلې مخکې د وزیر اعظم ګیلاني وکیل اعتزاز احسن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي ول، هره پرېکړه چې راشي، پر وړاندې به یې له وزیر اعظم سره تر مشورې وروسته اپیل کوي:

((چې هره فیصله راشي، وزیر اعظم به د وزیر اعظم په توګه پر دنده پاتې وي. په اساسي قانون یا ایین کې د وزیر اعظم د لرې کولو له پاره طریقه داسې ده چې کله هم د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې د یوه غړي د اهلیت یا نا اهلۍ په اړه پوښتنه کېږي نو دا مسله سپیکر ته وړاندې کېږي.))

تر دې فیصلې وروسته ځینې پوښتنې پیدا شوې دي.

لکه ولې وزیر اعظم ته د شپږو میاشتو سزا نه ده اورول شوې؟ اوس به د وزیر اعظم د څوکۍ او د ګیلاني د اسمبلۍ غړیتوب څه راتلونکې ولري؟

بله پوښتنه دا ده چې عدالت به اوس تر خپلې پرېکړې وروسته چا ته وايي چې د ولسمشر زرداري پر وړاندې مقدمو خلاصولو له پاره دې سوېټزرلینډ ته لیک واستوي؟

د دې ټولو پوښتنو د ځواب له پاره د مشال راډیو خبریال احمد شاه اعظمي د قانوني چارو له کار پوه بیرسټر باچا سره خبرې کړې دي چې تاسې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG