د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیر اعظم ته علامتي سزا ورکړل شوه


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپکاوي په تور، مجرم ګرځول شوی دی.

د پاکستان په سپریم کورټ کې د مقدمې د اورېدنې پر مهال ګیلاني مجرم خو وګرځول شو، خو هغه سزا ورته نه ده اورول شوې چې په اړه یې پخوا خبرې کېدې.

د سپریم کورټ اووه کسیزه قضاییه جرګګۍ یا بینچ د معاملې د اورېدنې پر مهال په خپله فیصله کې وویل، ګیلاني به تر هغو مجرم وي چې عدالت نه وي برخاست شوی.

تر دې فیصلې ۳۰ ثانیې (نیم منټ) وروسته عدالت برخاست شو.

پر ګیلاني تور وو چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد یې د سوېټزرلینډ چارواکو ته لیک نه وو استولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG