د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي ديارلس پاکستاني او عرب وسله وال يي وژلي


سید شاه سقیم:مشال راډیو

کندهار - په غزني کې د ملي اردو چارواکي وايي له پرون را هیسې د بهرنيو سرتېرو د هوايي او د دوى د ځمکنيو عملياتو په پايله کې يې ديارلس تنه وسله وال وژلي دي چې پاکستانيان او عربان دي.
د چارواکيو په خبره د وسله والو پر ضد عملياتو کې ورسره بهرنيو سرتېرو هم برخه اخيستې وه.
دوى وايي دغه عمليات يي د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې کړي دي چې پکې دوه تنه د وسله والو مهم قومندانان ژوندي هم نيول شوي دي .
په غزني کې د دوه سوه دريم تندر قول اردو د دريمې لېوا قومندان جنرال داوود وفادار مشال راډيو ته وويل چې نيول شوى قومندان قاري نصرت نومېږي چې دا مهال بهرنيو سرتېرو له ځان سرهبوتللی دى .
دى وايي په دې سربېره د عملياتو پر مهال بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته د وسله والو څه وسلې او موټر سايکلونه هم په لاس ورغلي دي.
وسله وال طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه څۀ نه دي ويلي.څو ورځې وړاندې د غزني ځينې امنيتي کړيو خبر ورکړى وو چې دغه ولايت ته پاکستاني ، عربان او چيچن وسله وال ننوتي دي.
XS
SM
MD
LG