د لاسرسي ځای

تازه خبر

ً اسامه د يوولسم ستمبر د پېښوګتوري پایلي غوښتې ً


د القاعده ترهګرې شبکې وژل شوی مشر اسامه بن لادن
د القاعده ترهګرې شبکې وژل شوی مشر اسامه بن لادن
ژباړه: ګل ایاز ، مشال راډیو
سرچینه: اېسوشیېټډ پریس

پراګ: اېسوشیېټډ پریس خبري اژانس د ساجد بادات په نامه د يو داسې بريتانوي چې په څپلیو کې يې د بارودی موادو د ځايي پر ځايي کولو روزنه ترلاسه کړي وه او د يولسم ستمبر تر پيښو لس کاله وړاندي يې له اسامه بن لادن سره ليدلي وو ، له خولي لیکي چې هغه ګومان کاوی چې تر هرهګرو پېښو وروسته به د امريکا اقتصاد راغورځيدلی وي.

خبري اژانس لیکي چې ساجد بادات له اسامه سره د ليدلو حال د نيويارک په بروکلين کې عدالت ته د وړاندی کېدو پر وخت بیان کړی دی.

هغه زیاته کړې ً اسامه ويلي وو چې د امريکا اقتصاد د ځنځیر په شان دی، چې يوه کړۍ ماته شي نو ټول ځنځیر به وشليږي. د يولسم ستمبر د پيښو موخه هم دا وه چې د امريکا هوايي صنعت او ټول معيشت راوغورځوي.

اېسوشیېټډ پریس خبري اژانس ليکي چې ۳۳ کلن بادات په ۲۰۰۱ کال کې له پيرس څخه ميامي ښار ته د تلونکې الوتکې د راغورځولو په تور سزا شوی دی. هغه د ۲۰۰۳م کال د نومبر په مياشت کې نيول شوی وو او د شپږو کالو تر سزا وروسته خوشی کړی شوی وو.

بادات د امريکا په عدالت کې په مځکه کې دننه د بريد کونکو پرضد په مقدمه کې ګواهي ورکوله. هغه وویل چې دوي ته د پرله پسې بريدونو ذمه واري ورکړي شوي وه خو دوي د خپل کوروالو په اړه فکرمند وو نوځکه يې د بريدونو کولو نه ډډه کوله.

خبري اژانس د بادات له خولې زياتوي چې د يوولسم ستمبر د پيښو مرکزي کس خالد شيخ محمد دوي ته سلا مشوري ورکولې چې څنګه به له يو بل سره اړیکي نیسي.

خبري اژانس ليکي د بادات د ګواهي ويډيو ټيپ وروسته څارونوال يو بل کس، چې براينت نيل ويناس نوميږي عدالت ته وړاندی کړو.

ويناس عدالت ته وويل چې په ۲۰۰۴م کال کې له پوځ څخه ايستل شوی وو او د القاعده په مرسته يې د امريکا لويي تجارتی مرکز وال مارټ او د ريل ګاډو په نښه کولو پلان جوړ کړی وو.

خبري اژانس ليکي چې ويناس په ۲۰۰۷م کال کې له پاکستانه تر سفر وروسته په القاعده شبکه کې شامل شوی وو او په ۲۰۰۸م کال کې يې القاعده ته په وال مارټ او د مځکې دننه ريل ګاډو کې د بمي چاودنو کولو پلان ورکړی وو.

خبري اژانس د ويناس له خولې زیاتوي ، دوي چې کله په پاکستان کې له قبایلي سیمو ستنېدل نو نیول شوي وو.
XS
SM
MD
LG