د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د امن لپاره جرګګۍ جوړه شوېده


د پاکستان د امنیتي ځواک عسکر په کراچۍ کې د امنیت ساتنې پر وخت
د پاکستان د امنیتي ځواک عسکر په کراچۍ کې د امنیت ساتنې پر وخت
ظفر کریمي ، مشال راډیو

کراچۍ : د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ په ښار کې د امن د ټینګښت په اړه د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ کې د پیپلز ګوند ، عوامي نیشنل ګوند او متحده قومي موومنټ د چارواکو غونډه شوې ده ـ

په دې غونډه کې پریکړه شوې ده چې په کراچۍ کې به د امن د ټینګښت په لړ کې درې واړه ګوندونه ګډې هلې ځلې کوي.

په کراچۍ کې د ولسمشر له ً کېمپ افس بلاول هاوس ً څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوې د دې درې واړو ګوندونو ګډې غونډې ته په وینا کې ولسمشر زرداري ویلي دي چې که پیپلز ګوند ، متحده قومي موومنټ او عوامي نیشنل ګوند په ګډه په کراچۍ کې د بدامنۍ د مخینوي لپاره هڅي پیل کړي نو په کراچۍ کې به خامخا تلپاتی امن پر ځای شي ـ

د خبر پاڼې له مخې په دې ښار کې د امن لپاره د درې واړو ګوندونو یو شپږ کسیزه امن جرګګۍ جوړه شوې ده چې پکې د پیپلز ګوند ، متحده قومي موومنټ او عوامي نیشنل ګوند دوه دوه استازي غړیتوب لري ـ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ کې په تر سره شوې دې غونډه کې د کراچۍ په ښار کې د امنیتي ځواکونو و روانو عملیاتو ته د دوام ورکولو پریکړه هم وشوه .

دا ټول ګوندونه پر دې سره سلا شوي دي چې د ورانکارو پر ضد روان عملیات دي بې له څه توپیره جاري وساتل شي ـ هغوي وايي چې د ښار په هره برخه کې که څوک له قانونونه سرغړونه کوي نو امنیتي ځواکونه به یې پر ضد عملیات کوي.

د دوشنبې په سهار د کراچۍ پر هوایي ډګر له خبریالانو سره په خبرو کې رحمان ملک ویلي و چې د کراچۍ د ښار د اورنګي ټاون په سېمه کې په قلنګ اخیستنه کې د درې واړه ځواکمن ګوندونه یانې متحده قومي موومنټ ، پیپلز ګوند او د عوامي نیشنل ګوند غړي لاس لري ـ

د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د کراچۍ په ښار کې د امن لپاره تر دې وړاندې دې هم د یادو شوو درې واړو ګوندونو ترمنځ تر داسې خبرو اترو وروسته د لږ مودې لپاره کراري وي خو بیا د وخت له تیریدو سره د تشدد پېښې زور نیسي ـ

د کراچۍ پر حالاتو نظر لرونکی د سیاسي چارو کارپوه توصیف احمد خان وایي ً ولسمشر زرداري چې له کله راهسې په واک کې راغلی دی ، هغه د ښار د حالاتو د سمولو لپاره څو څو ک ځله دا ډول جرګګۍ جوړې کړې دي ـ د تېرو څلورو کلنو په موده کې د اخ و ډب رامنځته شوې پېښې د دې خبرې غمازي کوي چې د سیند صوبې ځواکمن ګوندونه خپلې نا اعلان کړې تګلارې مخ په وړاندې بیایي او د دې په نتیجه کې خلک وژل کیږي ـ یوازې تېره هفته کې شاوخوا شپېته کسان وژل شوي دي چې زیاتره پکې د پښتونخوا صوبې او بلوچستان صوبې د پښتون میشتو سېمو خلق په نښه شوي دي ً .

د هغه په خبره د کراچۍ د امینیت ستونزه په دې هوارېدای شي چې د قانون حاکمیت باوري کړی شي ، ښار ته د وسلو راوړلو مخه ونیول شي او په ښار کې موجود ټول سیاسي ګوندونه د زړه له تله ومني چې کراچۍ د ټولو ښار دی
XS
SM
MD
LG