د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ټولو شخصي هوایي کمپنیو جاج پیل کړی دی


د پاکستان د شخصي هوايي کمپنۍ لوګو
د پاکستان د شخصي هوايي کمپنۍ لوګو
نن د پاکستان د ولسي هوابازۍ د ادارې چارواکو د دې ملک د ټولو شخصي هوایي کمپنیو د مسافر وړونکو الوتکو جاج اخیستل پیل کړي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د تېرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د بوجا ایر د یوې الوتکې د غورځیدو تر پېښه وروسته چې په کې سپاره ټول یو سل اوویشت کسان ووژل شوو.

بل پلو پرون د شاهین ایر لاین د یوې الوتکې چې یو سل اته اویا مسافر پکې سپاره وو په کراچۍ کې د پرېوتو پر وخت ټیرونه وچاودل چې د چارواکو په وینا له یوې درنې پېښې لږ پاتې شو.

د ولسي هوابازۍ د ادارې چارواکي دا هم وایي چې دوی به لومړی د بوجا ایر د مسافروړونکي الوتکې جاج اخلي او بیا به د شاهین او اییر بلیو او دوو نورو شخصي هوایي کمپنیو د الوتکو معاینه کوي او له هغه وروسته به د الوت اجازت ورکوي.

د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار وايي چې د ټولو شخصي هوايي کمپنیو د الوتکو به جایزه اخیستل کیږي او تر باوري کولو وروسته یا د فټنس د سرټيفيکيټ تر جاري کیدوو وروسته به د پروازونو اجازه ورکول کیږي .
XS
SM
MD
LG