د لاسرسي ځای

تازه خبر

هاشم بابر له عوامي نشنل ګونده استعفی ورکړه


د عوامي نشنل ګوند مرکزي اېډشنل سېکريټري جنرل هاشم بابر په دې ګوند کې له خپل غړیتوب څخه استعفی خپل ورکړېده

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د نوموړي وينا وه چې په دې ګوند کې دننه ځینې داسې قوتونه دي چې د هغه په وینا ورسره د اولس خدمت يوشان نه کېږي

د ده په وينا د اولس د خدمت لپاره به له يو بل ګوند سره ملګری کیږي. هغه وویل چې په دې لړ کې ورسره ځینو مشرانو تماس هم نېولی دی خو ده لا تر دې دمه پرېکړه نه ده کړې چې په کوم ګوند کې ګډون وکړي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG