د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمبه یا داریا د شا و خوا هر کور ضرورت دی



باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد -
د خط لمنې
جانانه بيا دې جوړې کړې په درزي دي
د خط لمنې
جانانه بيا دې جوړې کړې په درزي دي

د قندي کوچۍ د دې سندرې سره به ډيرو پښتنو ميرمنو ته د خپلو ښاديو ورځې شپې ځکه ورياديږي چې دا سندره له چمبې سره ويل شوې او چمبه د موسيقۍ داسې يوه اله ده چې له زمانو راهيسې اوس هم د پښتنو په کورونو کې ځانګړى ځاى او مقام لري.


کله چې هم په کوم کور کې د ښاديو شپې ورځې راشي نو د کور او مالت نجونې مستي کوي، چمبه وهي او ټپې ورسره اچوي.

ځان مې دا ستا لپاره جوړ کړو
د خط لمنې
تا د دادا په کور کې څه ليدلي دينه
د خط لمنې
جانانه بيا دې جوړې کړې په درزي دي

د رخسار په نوم يوه نجلۍ وايي چې که په کور کې هلک پيدا شي او يا يې سرکلي وي، چمبه را اخلي او خپله خوښي پرې نمانځي:

(( موږ کره چې هر وخت خوشحالي پيدا شي، ټول کور ورونه، خويندې سره راټوليږو او خپله خوښي د چمبې په وهلو نمانځو. او که چيرې کوژده، وي، کورکې هلک پيدا شوى وي او يا يې هم سرکلي وي، نو زموږ د پښتنو خو دا مراسم بيا داسې وي چې درې څلور ورځې په کې خوشحالي کوو، ميلمستيا ګانې جوړوو او په دې موقع چمبه را اخلو او خپله خوشحالي کوو. ))

چمبه يوازې ميرمنې او پيغلې نجونې نه بلکې وړې ماشومانې يې هم تماسه خوښوي، نهه کلنه فاطمه هم يو له هغو ده چې د چمبې له سازه خوند اخلي:

(( زموږ کور کې چې کله خوشحالي وي، شاو خوا ټولې ملګرې راټوليږي، دريا وهل کيږي او نجونې هغې ته ګډيږي، موږه ترينه ډيره مزه اخلو.))

د پاخه عمر لرونکې شريفه احمدزۍ چې د لوګر ولايت سره تعلق لري او په ننګرهار کې ميشته ده، وايي چې چمبه د هر کور ضرورت دى.

(( دلته ورته پښتانه چمبه وايي، موږ ورته په وطن کې داريا وايو. موږ اوس هم دا عادت لرو چې په هر کور کې چمبه ساتو. کله چې خوشحالي راشي، ميرمنې لاس کوي، چمبه را اخلي او ټيکۍ ورسره اچوي.))

دا چې چمبه له څه شي څخه جوړيږي، په جلال اباد ښار کې د ميرزمان په نامه چمبه جوړونکې او خرڅوونکى يې راته وايي:

(( چمبه د اوزې له پوټکي او د چينار له څانګې جوړيږي، کله چې د چينار د لرګي نه په لمده کې تخيتې وايستل شي، هغه بيا حلقه کوو، سريخ پرې وهو او د اوزې پوټکۍ پرې اچوو، اول يې د اور په واسطه سره کلکوو او بيا يې د دريو ورځو لپاره لمر ته ږدو. ځينې چمبې د لاهور نه راوړو چې د هغې بيه تر ٣٠٠ روپو پورې ده او موږ يې چې پخپله جوړو بيا تر يو نيم سل پورې ووځي. اوس هم چمبه ښه بازار لري، ډيرې خرڅيږي، ځکه چې د هر کور ضرورت دى.))

ياده دې وي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چې په موسيقي اوريدو سخت بنديز لګيدلى و، په ښاديو کې به ميرمنو چمبې وهلې او خپلې خوښۍ به يې پرې نمانځلې.
XS
SM
MD
LG