د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسماعیل خان دېرې کې ښوونځی په بم الوزول شوی


په چاودنه کې د ښوونځي درې کوټې ورانې شوې
په چاودنه کې د ښوونځي درې کوټې ورانې شوې

سېلاب مسید، مشال راډیو

پېښور -
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په اسماعیل خان دېرې کې يو ښوونځی په چاودونکو موادو الوزول شوی دی.

پېښه د اپرېل پر ۲۲مه، د اسماعیل دېرې په ټاون کې د هلکانو په دولتي ښوونځي کې شوې ده.

دا ښوونځی د منځنیو زده کړو له پاره وو.

د بمي چاودنې له کبله د ښوونځي درې کوټې په بشپړه توګه او نورو هغو او دېوالونو ته زیان رسېدلی دی.

چاودنه د شپې دوه یا دوه نیمې بجې شوې ده او دا هغه وخت وو چې په ښوونځي کې هیڅ کس نه وو، نو ځکه ځاني زیان نه دی شوی.

د پېښې پړه چا نه ده منلې.

له ښوونځي سره نېږدې یوه اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل: ((د ډېرې په نیو تاون شپ کې زموږ کور دی، او له دې سکول سره زه اوسېږم. دلته د شپې یوه چاودنه شوې ده او د سکول دوه، درې کمرو (کوټو) ته نقصان رسېدلې ده.))

د اسماعیل خان دېرې پولیس افسران وايي، چاودېدلی یو بم ۱۵ کیلو ګرامه وزن وو.

د ده په خبره، د ښوونځي په ودانۍ کې یو بل بم هم ايښودل شوی وو چې پولیسو تر چاودنې مخکې شنډ کړ. د دې وزن هم ۱۵ کیلو ګرامه وو.

د ۲۰۱۲ز کال د فبرورۍ پر درېیمه هم په اسماعیل خان دېرې کې د نجونو یو ښوونځی الوزول شوی وو.
XS
SM
MD
LG