د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بحرین کې تاو تریخوالی


په بحرین کې د حکومت ضد مظاهرې له تاوتریخوالې سره ملې شوې دي . د راپورونو له مخې مظاهره چیانو د مظاهرو په کولو په دې هیواد کې د ( فارمولا - ون ) په نوم د مسابقو د ترسرکیدو د مخنیوي غوښتنه کوله .

د رپورټونو ترمخه یوشمیر مخ پټي ځوانان چې د مظاهرو پر مهال یې له تاوتریخوالي کار اخیسته د بحرین د پولیسو له خوا نیول شوي دي .

مظاهره چیان وايي د ( فارمولا ون ) په نوم د موټرځغلونې ددې مسابقو ترسره کول په دې هیواد کې ددې هیواد حکومت ته د مشروعیت ورکولو په مانا دي .

ټاکل شوې چې دا سیالۍ د اتوار په ورځ په بحرین کې ترسره شي . د بحرین شهزاده سلیمان ددې لوبو د بندولو لپاره هر ډول غوښتنې رد کړي او ویلي دي چې ددې غوښتنو په راپورته کولو کې سخت دریځې بنسټپال لاس لري .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG