پراګ - د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې د الوتکې غورځېدو په پېښه کې ۱۲۷ کسان وژل شوي دي.
د ۲۰۱۰ز کال د جولای په میاشت کې هم، د اسلام اباد د مارګلې له غرونو سره د ایر بلو هوايي شرکت یوه الوتکه غورځېدلې وه چې په کې سپاره ۱۵۲ کسان وژل شوي ول.
دا چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دې هیواد څومره الوتکې غورځېدلې دي او په هرې پېښې کې څومره کسان وژل شوي؟ په دې اړه د فرانسې خبري اژانس یو رپورټ خپور کړې چې د هرې پېښې تفصیل یې ورکړی.
د ۱۹۶۵ز کال د مې ۲۰مه
د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي آی اې) د مصر پلازمېنې قاهرې په خپل لومړۍ سفر تللې وه چې د کوزېدو پر مهال وغورځېده او په کې ۱۲۴ کسان ووژل شول.
د ۱۹۷۰ز کال د اګست شپږمه
د پي آی اې الوتکه د اسلام اباد له هوايي ډګره د الوتو په حال کې وغورځېده. په دې پېښه کې ۳۰ کسان ووژل شول.
د ۱۹۷۲ز کال د ډیسمبر اتمه
د پي آی اې بله الوتکه په راولپېنډۍ کې پرېوته چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول.
د ۱۹۷۹ز کال د نومبر ۲۶مه
د پي آی اې الوتکې له سعودي عربه حاجیان را خیستي ول. دا الوتکه د جدې له هوايي ډګره تر الوت لږ ساعت وروسته وغورځېده او په کې سپاره ۱۵۶ کسان وغورځېدل.
الوتکې ولې غورځېږي؟ دلته واورئ
د ۱۹۸۶ز کال د اکتوبر ۲۳مه
د پي آی اې الوتکه په پېښور کې د کوزېدو پر مهال نسکوره شوه او په کې له سپرو ۵۴ کسانو ۱۳ ووژل شول.
د ۱۹۸۸ز کال د اګست ۱۷مه
یوه الوتکه د دې هیواد په بهاولپور کې غورځېدلې وه چې په کې د پاکستان پوځي ولسمشر جنرال ضیاء الحق سره له نورو لوړ پوړو پوځي جنرالانو ووژل شو. دا د دې هیواد یوه لویه پېښه بلل کېږي. په دې پېښه کې د امریکا سفیر هم وژل شوی وو.
د ۱۹۹۲ز کال د سپټمبر ۲۸مه
د نیپال په کټمنډو کې د پي آی اې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۶۷ کسان وژل شوي ول.
د ۲۰۰۳ز کال د فبرورۍ ۱۹مه
بله لویه پېښه د خیبر پښتونخوا په کواټ کې شوې وه. د الوتکې د غورځېدو په دې حادثې کې د پاکستان د هوايي ځواک (پاکستان ایر فورس) مشر مصحف علي، د هغه مېرمن او ۱۵ نور کسان وژل شوي ول. دا پوځي الوتکه وه.
د ۲۰۰۳ز کال د فبرورۍ ۲۴مه
له کراچۍ سره، په عرب سمندرګي کې یوه الوتکه غورځېدلې وه چې په کې د افغانستان د کانونو او صنایعو وزیر جمعه محمد محمدي وژل شوي وو.
د ۲۰۰۶ز کال د جولای ۱۰مه
د پنجاب په ملتان ښار کې یوه الوتکه تر الوت وروسته وچاودېده او په کې ټول ۴۵ کسان ووژل شول.
د ۲۰۱۰ز کال د جولای ۲۸مه
د کراچۍ له ښاره اسلام اباد ته تلونکې د ایر بلو هوايي شرکت الوتکه د اسلام اباد د مارګلې په غره کې وغورځېده چې په کې سپاره ټول ۱۵۲ کسان ووژل شول.
د ۲۰۱۰ز کال د نومبر ۵ مه
یوه الوتکه په کراچۍ کې تر پرواز وروسته وغورځېده او په کې د یوې اېټالیوي د تېلو شرکت کارکوونکي ووژل شول. په دې پېښه کې ټول ۲۱ کسان ووژل شول.
د ۲۰۱۰ز کال د نومبر ۲۸مه
له کراچۍ یوې الوتکې تر الوت سمدستي وروسته اور واخیست او په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
د ۲۰۱۲ز کال د اپرېل ۲۰مه
له اسلام اباد سره نېږدې، د بوجا ایر هوايي شرکت الوتکه وغورځېده چې په کې ۱۲۷ کسان ووژل شول.