د لاسرسي ځای

تازه خبر

د الوتکې غورځېدو پېښه، کراچۍ پر هوايي ډګر صورتحال



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د پاکستان له اسلام اباد سره د غورځېدلې الوتکې په پېښه کې وژل شوي یو شمېر کسان د کراچۍ اوسېدونکي ول.


خلک ټول هوايي ډګر ته ورسېدل

د الوتکې د غورځېدلو تر خبر وروسته، د پېښې د ښکار شویو ګڼ شمېر کسانو خپلوان د کراچۍ هوايي ډګر ته ورغلي ول او هلته یې اسلام اباد ته د تللو په هیله ټوله شپه پر هوايي ډګر تېره کړه.

دا خلک د الوتکې غورځېدو تر پېښې سمدستي وروسته د کراچۍ قاید اعظم نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدل.

لسټ خپور شو

په هوايي اډه کې د الوت ملکي ادارې یا سول ایوي اېشن اتارټۍ له طرفه چې د پېښې ښکار شویو د نومونو لسټ خپور شو نو خلکو په کې د خپلو خپلوانو نومونه لیدل او ژړل یې هم.

د پېښې د ښکار شویو عزیزان د بوجا ایر شرکت چارواکو ته هم غوسه ول او د دې کمپنۍ یو مشر جاوېد اسحاق له خبریالانو سره خبرو ته هم پرېنښودل شو.

د الوت ملکي ادارې په خپل لسټ کې ښودلي چې په الوتکه کې ۱۲۷ کسان سپاره ول چې په کې ۶۸ ښځې او ۵۳ سړي او نور ماشومان ول.

د ښکار شویو د خپلوانو څرګندونې


پر هوايي ډګر ډېر بیروبار وو
پر هوايي ډګر ډېر بیروبار وو
په دې پېښه کې په وژل شویو کې د خیبر پښتونخوا د مانسهرې ډیويژن د یوه کور پینځه کسان هم شامل دي.

په الوتکه کې د سجاد او ثانیې په نوم ښځه و خاوند هم ول.

د سجاد ورور له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل: ((۱۵ ورځې مخکې مو د دوی د واده تیارۍ کولې او نن تاسې ګورئ چې پر ویر کوو. هغه تر خپل واده وروسته ډېر خوشاله وو. هغه له خپلې ناوې سره په دې الوتکه کې اسلام اباد ته روان وو. له هغه ځای یې بیا مري ته د تګ اراده وه. پلار مې له خبرو کولو نه دی. په کور کې مو قیامت دی. ورځې مخکې شا و خوا ټوله سیمه د سجاد پر واده خوشاله وه. نن ګوره هم هغه سیمه د سجاد پر مرګ خپه او پر ویر لړلې ده.))

په پېښه کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ هغه ښځه هم شامله ده چې په لومړي ځل یې په الوتکه کې سفر کاوه.

د نوموړې لېور هارون جمال وايي، وریندار یې له صوابۍ په بس کې کراچۍ ته ورغلې وه او په الوتکه کې یې سفر کول ارمان وو.

دی وايي، ځکه یې ورته د بیرته تګ بندوبست په الوتکه کې وکړ، خو له بده مرغه د پېښې ښکار شوه:

((په [الوتکه] کې مې [وریندار] وه. هغه اسلام اباد ته تلله او له هغه ځای صوابۍ ته تلله. دا حادثه وشوه. دا د خدای له طرفه ده خو موږ خپل ورور ته په بیا بیا تسلي ورکوو چې په پېښه کې یواځې ۲۶ کسان وژل شوي او پاتې نور ژوبل دي، خدای به خیر کړي. زما ورور او وریندار دلته کراچۍ ته د [سیل] له پاره راغلي ول. ورور مې له دې ځایه ابوظبۍ ته، او وریندار مې کلي ته تلله. [هوايي ډګر ته ټوله کورنۍ] راغلې وه د هغې له پاره، خو د هغوی هم پته نشته چې [چېرې] به وي او په څه حال کې به وي.))
XS
SM
MD
LG