د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعدې زور کم شوی، خو له منځه نه ده تللې



ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو
سرچینه: اېکونومېسټ مجله


اېکونومېسټ مجله ليکي، د ترهګرۍ پر ضد امريکايي کمپاين د پاکستان قبايلي سيمو او د افغانستان له لوري يمن، صوماليا او د افريقا نورو هيوادونو ته اوښتی دی.

له پټې اډې پر یمن حملې

په يمن کې، په تېرو شپږو اوونيو کې په ډرون بريدونو کې ۹۰ وسله وال وژل شوي دي.

د القاعده دا مشر چې انور الاولاکي نومېږي هم په یمن کې د بې پیلوټه الوتکو د برید ښکار شو
د القاعده دا مشر چې انور الاولاکي نومېږي هم په یمن کې د بې پیلوټه الوتکو د برید ښکار شو
د اوږدې جګړې مجلي (لانګ وار جورنال) ويب پاڼي ترمخې، د ډرون څلور بريدونه د اپريل په مياشت کې شوي او په دې وروستي بريد کې، چې د شبواه صوبې په اذان ضلعې کې ترسره شو، ۵ وسلوال وژل شوي.

د مارچ په میاشت کې د امريکا استخباراتي ادارې په دې سيمه کې له یوې پټې یا خفیه اډې د بې پیلوټه الوتکو شپږ حملې کړې دي.

پر قبایلي سیمو ډرون بریدونه کم شوي

مجله ليکي، د پاکستان په قبايلي سيمو، جنوبي او شمالي وزيرستان کې، د القاعده پر پټن ځايونو بريدونه د پخوا پرتله کم شوي.

په ۲۰۱۰ز کال کې تر ټولو زيات بريدونه شوي ول؛ د ۱۱۷ ډرون الوتکو په بريدونو کې د ۱۴ ولسي کسانو پشمول له ۸۰۰ زيات وسلوال وژل شوي.

پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د سلالې تر پېښې وروسته کم شول
پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د سلالې تر پېښې وروسته کم شول
مجله ليکي په روان کال کې د ډرون بريدونو د درولو مقصد له پاکستان سره د قبایلي سیمې مومندو د سلالې تر پېښې وروسته، اړيکي پرځای کول ول.

دويم، د ترهګرو لوړ پوري مشران ډرون بريدونو له منځه وړي دي.



د القاعده زور مات شوی

مجله د غربی استخباراتی چارواکو په وينا وايي: ((د پاکستان په قبايلي سيمو کې د القاعده شبکي غړو شمېر کم شوی او زيات تره په تېښته دي او يا پټ دي.))

په دي وروستيو کې، د القاعده مهمو غړو له وژنو سره د دې شبکې صلاحيت کم شوی چې لوی بريدونه وکړي.

مجله لیکي، استخباراتي سرچینې، د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن پرځای ټاکل شوی ايمن الظواهري او ابو يحيا اللیبي، د دې ډلې یواځیني مهم اشخاص بولي.

القاعده بیا ځان مضبوطول غواړي

د القاعده مهم غړي له افغانستانه د امريکايي پوځیانو تر وتلو وروسته، هڅې کوي چې بيا پښې ټینګې کړي؛ خو د امريکا ځانګړي ځواکونه به په دې هيواد کې موجود وي او ډرون بريدونه به د دوی مخه ونيسي.

اېکونومېسټ مجلې د څيړونکو په حواله ليکلي، القاعده شبکه خوره وره شوې خو د مستقبل په اړه يې څه نشي ويلای.

په لیکنه کې راغلي، د بهرنیو پوځیانو تر تګ وروسته ښايي القاعده بیا ځان په افغانستان کې پیاوړی کړي
په لیکنه کې راغلي، د بهرنیو پوځیانو تر تګ وروسته ښايي القاعده بیا ځان په افغانستان کې پیاوړی کړي
په لیکنه کې راغلي، ځينې دا خبره هم کوي چې په عربي هيوادونو کې ولسي پاڅون، د القاعده شبکې مشرانو اثر کم کړی او دا شبکه په ورو ورو له منځه ځي.

لیکنه زیاتوي، خو ځينې بيا په دې نظر دي چې القاعده شبکه توان لري چې د خطرناکه کسانو روزنه وکړي او د نړۍ په بېلو ځايونو کې بريدونه تر سره کړي.
XS
SM
MD
LG