د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرکابل بریدونه د استخباراتو ناکامي ښایي


مشال راډیو

پراګ: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې ستاسو بريدونه به په افغانستان کې يواځې دا کار وکړي چې په دغه هېواد کې به د بهرنيو ځواکونو د موجودګۍ موده له نوره وغزوي .

په کابل کې يوې خبري غونډې ته د وينا پرمهال حامد کرزي په وسله والو طالبانو غږ وکړچې تاسو په دې وروستېو بريدونو کې يواځې افغانان او مسلمانان وژلي دي ((طالبانو ورونړو دا پيښه چې تاسو يي ذمه واري اخستې که تاسو کړي وي او يا هم بهرنیو کړي وي ايا دې اسلام ، مسلمانانو او افغانانو ته څه ګټه ورسوله ؟ په دواړو حالاتو کې تاسو مسلمانان او افغانان وژل))

د کرزي لخواه دا څرګندونې وروسته له دې مخې ته راغلي چې د سرښار کابل په ګډون د افغانستان په نورو دريوولایتونو کې د طالبانو لخواه په منظم بريدونو کې پنځه ديرش وسله وال طالبان او يولس افغان امنيتي سرتيري وژل شوي وو، چې پکې یو شمیر ولسي وګړي ژوبل شوي هم دي.

دغه نښتې د کابل په شمول د دغه هیواد په دریو ولایتونو کې د تیر اتوار یا یک شنبې په ورځ رامنځ ته شوې. چې په اړه یي ولسمشر کرزي دا هم ویلي، دغه د افغان او ناټو ځواکونو د استخباراتو ناکامي ښایي.



اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هيلري کلنټن د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره د افغانستان امریکااو پاکستان په ګډه همکارۍ ټنیګار کړی.

برازیل کی خبریالانو ته د وینا پر مهال هیلري کلنټن ویل چی هغې دا څرګندونې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د وروستیو بریدونو په هکله له خپلې پاکستانۍ سیالي حنا رباني کهر سره په ټیلیفون کې کړې دي. هيلري کلنټن زياته کړه ((مونږ له افغان ولس او حکومت سره ولاړ يو او مونږ به له ناټو او ايساف سره په ګډه د افغانستان امنيتي سرتېرو سره کار کوؤ ، مونږ په دې عقيده يو او ثبوتونه هم لرو چې ياغيتوب له ماتې سره مخامخ دې که څه هم هغوي د دې اهليت لري چې وخت ناوخته جارحانه بريدونه وکړي))

بلخوا د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا وییلي پر کابل بریدونو کې حقاني اورپکه ډله لاس لري.
XS
SM
MD
LG