د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیمه کې د امن له پاره د پاکستان و هند اړیکو ارزښت



ژباړه: مجید بابر، مشال راډیو
لیکوال: شیرون بین
سرچینه: امریکا غږ


د امریکا غږ د خبرونو مرکزي څانګې لیکوال شیرون بین په خپله یوه مقاله کې لیکي، چې څنګه امریکا له افغانستانه د پوځونو په شمېر کې د کمښت په موخه له دې هیواده د ستنېدو په تیارۍ کې دی، واشنګټن و اسلام اباد دواړه په دې هڅو کې دي چې خپل اړیکي بیا پیاوړي کړي.

د لیکوال په خبره، یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې په سیمه کې د پایداره امن له پاره د پاکستان و هند اړیکي ښه کېدل ډېر ضروري دي.

په واشنګټن کې کار پوهان وايي، د افغانستان د ښه راتلونکې په لړ کې د دې دواړو هیوادونو اړیکي به مهم رول ولوبوي؛ او د دې دواړو اټومي بم لرونکو هیوادونو تر منځ د اړیکو ښه کېدو په ترځ کې واشنګټن ډېر مهم رول لوبولای شي.


د اتفاق رایې پیدا کولو اړتیا

بین د واشنګټن نیشنل ډیفینس یونیورسټۍ د پروفیسر حسن عباس له خولې لیکي، په ۲۰۱۴ز کال کې د امریکايي پوځیانو تر ستنېدو وروسته سیمه له سختو حالاتو سره مخامخېږي، ځکه چې په اقتصادي او سیاسي توګه د کمزوري افغانستان پر خپلو پښو درېدو له پاره د سیمې په هیوادونو کې اتفاق او اتحاد او ښه اړیکي ډېر ضروري دي.

حسن عباس وايي، بغیر د سیمې او نړیوالو قوتونو تر منځ له اتفاق رایې پیدا کولو مطلب به دا وي چې په افغانستان او سیمه کې نوره ترهګري، نور وحشت، او نوره بې ثباتي جړې مضبوطې کړي.

د دې مطلب به دا وي چې اړی ګړی به جاري وي. او د استحکام چابي دا مهال د هند و پاکستان په لاسو کې ده.

عباس وايي، که څه هم په دې وروستیو کې د هند و پاکستان اړیکي په ښه کېدو دي، خو بیا هم په افغانستان کې د خپل نفوذ په موخه، دواړه د خپلو پراکسیانو په ذریعه هلې ځلې کوي.

هر کله چې یو هیواد د وسله والو په مټ خپلې موخې تر لاسه کول غواړي، هغې ته پراکسي ویل کېږي.

پر یو بل انتقاد و تورونه

خو له دې سره، سره د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ پر یو بل د ټکونو لړۍ هم روانه ده. نوی ډیلی، اسلام اباد تورنوي چې د وسله والو په اړه یې سترګې پټې کړې دي؛ او اسلام اباد بیا پر نوي ډیلي، په سیمه کې د پټو استخباراتي عملیاتو الزام لګوي.

لیکوال په امریکا کې د ایټلانټیک کونسل د جنوبي اسیا د څانګې د مشر شجاع نواز له خولې لیکي، که څه هم دا د پاکستان په ګټه ده چې د وسله والو پر ضد د کار روایانو له پاره قانوني بدلونونه وکړي، خو دا د اسلام اباد له پاره ډېره ګرانه ده چې د دې وسله والو ډلو پر ضد په سمه توګه قانوني ګامونه پورته کړي.

نواز وايي، یو خو په دې هیواد کې عدالتي نظام ډېر کمزوری دی، او بل په سیاسي توګه هم دا یوه نازکه خبره ده.

لیکوال په واشنګټن کې د یوه بل کار پوه معید یوسف له خولې وايي، امریکا ته په کار دي چې هند و پاکستان، ژر تر ژره، د خبرو اترو پر مېز کېنوي، ځکه چې په افغانستان کې د امن و ثبات له پاره د دې دواړو دښمنانو تر منځ دوستي ضروري ده.
XS
SM
MD
LG