د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه شام ته څارونکي استوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه خوله د هغه قرارداد په حق کې رایه ورکړې ده چې په شام کې د دې هیواد د حکومت او مخالفو جنګیالیو تر منځ د اوربند لپاره هلته د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو د لېږدولو اجازه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا سفیرې سوزان رایس په دې اړه وویل:

((له دې قرارداده سره امنیتي شورا دا شاره ورکړه چې دوي به د شام د رژیم د خبرو پر ځای د هغوی د عمل له لارې جاج اخلي. شورا د څارونکو یوې پر مخ تللې ډلې ته اجازه ورکړېده چې د شام د حکومت د شکایتونو مالوم کړي ، په داسې کولو سره شورا د خپلو مسوولیتونو د سره ته رسولو پر لور یو ګام اخیستی دی.))

د ملګرو ملتونو د بې وسلې څارونکو دا ۳۰ کسیزه ډله به په ورځو کې شام ته ولاړه شي.

د څارنې د بشپړه ماموریت لپاره به تر ۲۰۰ د زیاتې څارونکې ډلې لپاره د بشپړه رایو په ملاتړ د یوه نوي پرېکړه لیک یا قرارداد اړتیا وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG