د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پر زندان برید، په سلګونه بندیان تښتېدلي


تر دې مخکې هم په بنو کې بریدونه شوي
تر دې مخکې هم په بنو کې بریدونه شوي

بنو - د پاکستان د خیبر پښتونخوا دولتي چارواکي وايي، تېره شپه (د اپرېل د ۱۴مې او ۱۵مې تر منځ) ناوخته مهال، په سلګونو وسله والو د جنوبي ښار بنو پر مرکزي زندان برید وکړ، چې په نتیجه کې يې په سلګونه بندیان وتښتېدل.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، برید کوونکي چې پر ډول ډول سپکو او درنو وسلو سمبال وو د مرکزي وره تر ماتولو وروسته زندان ته ننوتل او ټوله سیمه يې تر خپل کنترول لاندې راوسته.


عاصم محسود چې ځان د پاکستاني طالبانو ویاند بولي، له ناڅرګند ځایه د ټیليفون پر لیکه رسنیو ته ویلي، چې دا برید د دوی وسله والو کړی دی.
د بنو زندان یوه مسوول ظاهر نواز د ټیليفون پر لیکه مشال راډیو ته وویل، چې د دې برید په نتیجه کې ۳۸۴ تنه بندیان تښتېدلي، چې یو شمير مهم او مشکوک کسان هم پکې شامل دي:

((له موږ سره ۹۴۴ ټول بندیان ول، په دې کې ۳۸۴ تښتېدلي دي.))

دی وايي، دوی هم ((بهترینه کار روايي)) کړې ده خو د ده په خبره، پولیس ورته راغلل خو ښه وسله ورسره نه وه.

ظاهر نواز وايي، په تښتېدلو کې یو بندي عدنان رشید هم وو چې د مرګ سزا ورته اورول شوې وه. ده وویل، دی ډېر ((خطرناک قیدي وو او زموږ پر)) پخواني ولسمشر ((پروېز مشرف یې د چکلالې)) له هوايي ډګر سره نېږدې برید کړی وو.

د ده په خبره، وسله والو د عدنان رشید نوم اخیسته، نارې یې وهلې چې هغه دې را ووځي.

د شپې پر شا و خوا یوه نیمه بجه تر ۲۰۰ زیاتو وسله والو کسانو چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال ول، د بنو ښار پر مرکزي زندان له څو لوري برید وکړ او د مرکزي وره تر ماتولو وروسته يې د زندان واګی په لاس کې واخیست.
د بنو په مرکزي زندان کې یو کس میر لایق خان، چې هلته دنده تر سره کوي وايي: ((دوه، درې ګاډي [ول] تقریباً. زموږ چې [مرکزي ور] دی هلته یو [ګاډی] ولاړ وو، ما چې سر ور جوت کړ نو ما ته یې زیړې (ښکنځل) وکړې چې (ننونځئ!).))

دی وايي، تر دې وروسته یې ور وتاړه او تر دې وروسته وسله والو ډزې پیل کړې.

لایق خان وايي، ده هم پر هغوی ډزې وکړې خو ډېر زندانیان وتښتېدل.


بلخوا د صوبايي حکومت د ویاند له دفتره په خپره شوې، اعلامیه کې راغلي، چې د شپې پر شا و خوا یوه نیمه بجه تر ۲۰۰ زیاتو وسله والو کسانو چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال ول، د بنو ښار پر مرکزي زندان له څو لوري برید وکړ او د مرکزي وره تر ماتولو وروسته يې د زندان واګی په لاس کې واخیست.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پولیسو د ځانګړیو عملیاتو په نتیجه کې ۱۰ تنه تښتیدلي بندیان بیرته نیول شوي، خو د هویت په باب يې څه نه دي ویل شوي.

یوه ځايي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي مشال راډیو ته وویل، په وزیرستانونو کې د نا مساعدو حالاتو له وجې د یو شمېر بهرنیو وسله والو جنګیالیو په ګډون ګڼ شمېر سخت دریځې وسله وال چې له بېلا بېلو سیمو نیول شوي، په همدې زندان کې ساتل کېدل.

ده دا و نه ویل چې په دې حمله کې څومره په تېښته بریالي شوي.

عاصم محسود چې ځان د پاکستاني طالبانو ویاند بولي، له ناڅرګند ځایه د ټیليفون پر لیکه رسنیو ته ویلي، چې دا برید د دوی وسله والو کړی دی.

نوموړی ادعا کوي، چې تر ۲۰۰ پورې وسله والو طالبانو چې ډېری يې ځانمرګي برید ګر او په ډول، ډول درنو وسلو سمبال ول پر زندان ور ننوتل او هلته کې موجود خپل ټول ملګري او پلویان يې له ځان سره بوتلل.

دی وايي، دوی ۸۰۰ بندیان خوشې کړې دي چې زیاتره یې خپلو کورونو ته هم رسېدلي.

بنو جنوب لور ته د خیبر پښتونخوا لرې پرته ولسوالي ده چې له شمالي وزیرستان سره ګډې پولې لري.

که څه هم له دې وړاندې هم د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د بندیانو د مظاهرو او بغاوتونو پيښې رامنځته شوي، خو په دومره ګڼ شمير کې د وسله والو له لوري برید د خپل نوعیت یوه بېسارې پېښه ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG