د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې ښوونځی په بمونو الوزول شوی


په قبایلي سیمې مومندو کې وسله والو د هلکانو دولتي ښوونځی په چاودېدونکي توکو چوولی دی.

پېښه د لکړو تحصیل په قندارو سیمه کې شوې ده.

دا ښوونځی د لومړنیو زده کړو لپاره وو.

د وسله والو طالبانو ویاند احسان الله احسان د پېښې پړه منلې ده.

له دې سره، په مومندو کې د ړنګو شویو تعلیمي ادارو شمېر ۹۳ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG