د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر کرزي وروسته به څوک راځي؟



ژباړه: مجید بابر، مشال راډیو

سرچینه: واشنګټن پوسټ


په امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کی لیکوال ډیوډ ايګنيشيز ليکي چی په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان ځواکونو ته امنيتي چارې په ګړندۍ توګه سپارلو لپاره امريکا ځکه چغي وهي، چی امريکايي ځواکونه زر تر زره خپل هيواد ته ستانه شي. خو په کابل کی دا مهال په دی بحثونه تاوده دي چې د کرزي د حکومتي دوري د ختميدو نه پس به دغه هيواد کی حکومت څوک کوي، او د سياسي واک دغه منتقلي به څنګه ګړندي کيږی.


ليکوال ډيوډ ليکی چی د افغان اساسي قانون له مخه ۲۰۱۴ کال نه مخکي ضروري ده چی په دغه هيواد کي د ولس مشري ټاکني تر سره شي، خو دا مهال پدي اړه توده بحثونه روان دي چی بايد دغه ټاکني په ۲۰۱۳ کال کي تر سره شی ځکه چی پدغه وخت کي به په ګنړ شمير کی ناټو ځواکونه دغلته موجود وي، نو دوی به وکړی شي چې د دغو ټاکنو پر مهال امنيتی چارې سمبالي کړی.

د دې مقالې ليکونکی په کابل کې د برتانيې د سفير ويليم پيټي د ګارډين ورځپاڼی سره د یوي مرکي حواله ورکوی، په دغه مرکه کي ښاغلی پيټي وايي چی د ولس مشرۍ د ټاکنو لپاره ۲۰۱۳ کال مناسب وخت دې او په دی اړه مناسب دليلونه هم شته. او په دی اړه بريتانيي ته هيڅ اعتراض هم نشته، خو زياتوي چې په دې اړه د فيصلی کولو اختيار د افغانستان د خپلواکه انتخاباتي کميشن سره دی؛ چې د ټاکنو په نيټو کي بدلون وکړی.


ليکوال ډيوډ ليکي چې د ولس مشري د ټاکنو د وخت نه مخکي کولو په اړه یو دليل دا دی چې په دغه هيواد کی به د ولس پام په پوځي نه بلکې سیاسي هلو ځلو مرکوزه شي. او د شروع نه پدغه هيواد کې د امريکا کوشش وو چې د عام ولس پام په دغه هيواد کې په حکومتي کارکردګۍ او سياسي هلو ځلو وي، نه چي په پوځی معاملاتو!!


ليکوال په کابل کې د ناټو د يو ناپپژندل شوي سلاکار په حواله ليکي چې دوی سره په افغانستان کې د امنيتي چارو د انتقال په حواله پلان خو شته خو دوی سره د سیاسي چارو د منتقلۍ په اړه هيڅ پلان نشته.


ليکوال ليکي چې د اوباما انتظاميه په دې باور ده چې په افغانستان کې به د ولس مشرۍ ټاکنې په خپل ټاکلي وخت کيږي او د امريکا يو شمېر لوړ پوړي چارواکي په دې سلا دي چې د خلکو پام د پوځي معاملاتو نه واړوي او په سیاسي هلو ځلو يې مرکوز کړي.


ځکه په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر دا مهال د يو شمېر افغان سياست والو سره ملاقاتونه کوي چې د کرزي د حکومتي دورې نه پس په دغه هيواد کې نوې سياسي مشر تابه ته حوصله ملاو شي.
XS
SM
MD
LG