د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې خلکو له ماین ښخوونکي غوږونه پرې کړي


د هېلمند په ګرمسېر کې تر دې مخکې هم د ښخو شویو بمونو چاودنو بهرنیان، افغان امنیتي سر تېري او ولسي وګړي وژلي او ژوبل کړي دي
د هېلمند په ګرمسېر کې تر دې مخکې هم د ښخو شویو بمونو چاودنو بهرنیان، افغان امنیتي سر تېري او ولسي وګړي وژلي او ژوبل کړي دي

سید شاه سقیم، مشال راډیو

لښکر ګاه -
د افغانستان د هېلمند ولايت چارواکي وايي، نن د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د سيمې اوسېدونکيو له هغه کس څخه غوږونه پرې کړي او د وژلو ګواښ يې کوي چې په دغه ولسوالۍ کې يې ښخ شوى ماين نن د واده په يو موټر چاودېدلى وو .

د چارواکيو په خبره په دغه نښته کې دوه تنه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو .

د هېلمند د والي وياند داوود احمدي مشال راډيو ته وويل چې د سيمې خلکو هغه کس پيدا کړى دى چې دغه ماين يې ښخ کړى وو.

د ى وايي خلکو له ماين ښخوونکي څخه تر اوسه پورې يوازې غوږونه شکولي دي خو وايي د سيمې خلک ګواښ کوي چې نيول شوي ته به په خپله د مرګ سزا ورکوي .

د ده په خبره دا مهال سيمې ته امنيتي چارواکي رسېدلي خو خلک په غصه دي او دوى سيمې ته نه پرېږدي.

(( دولتي قواوې د ولسوالۍ او قومندان په ګډون هلته تللي دي . په هغه سيمه کې يوازې سټلايټ ټليفونه کار کوي، موږ له خپلو قواوو سره په اړيکه کې يو هغوى وايي چې د سيمې خلک زيات خشمېدلي او وايي چې نيول شوى کس به خامخا دوى وژني. تر اوسه پورې له نيول شويو کس څخه غوږونه پرې کړي دي ))

تر دې وړاندې په کندهار کې د کلي خلکو دوه تنه طالبان وروسته له هغه ووژل چې په جومات کې يې يو سپين ږيرى په ډزو وژلى وو.
XS
SM
MD
LG