د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار فوټبالران ایران ته روزنې له پاره ځي


د فوټبال لوبه د افغانانو ډېره خوښه ده. دا هم د خوست د لوبغاړو یو انځور
د فوټبال لوبه د افغانانو ډېره خوښه ده. دا هم د خوست د لوبغاړو یو انځور

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار -
د افغانستان د کندهار د سپورټ او بدني روزنې د امريت چارواکي وايي، د کندهار ۲۲ تنه د فوټبال د لوبي لوبغاړي ايران ته لېږدوي چې هلته ښه وروزل شي او پر دې سربېره د ايران له لوبغاړو او لوبغالو سره هم اشنا شي.

د ياد امريت مرستيال مدير اغا وايي چې اوس يې له کابل څخه د فوټبال د لوبې د ۱۶ کالنو لوبغاړو روزونکي را غوښتي دي چې هغه به دلته د کندهار ۴۰ تنه لوبغاړي روزي او بيا به يې له ډلې څخه ۲۲ تنه ايران د لېږدولو له پاره انتخابوي .

دى وايي په کندهار کې د لوبغاړو روزل او بيا ايران ته لېږل به يوه مياشت وخت ونيسي .

((د فوټبال د فدراسيون مسول مرکز ته تللى وو او له هغه ځايه يې د ځانونو د لوبډلې روزونکى احسان الله شېرزاد را ولېږه چې دلته زموږ ۴۰ تنه لوبغاړي وروزي او بيا يې ايران ته وليږدوي. موږ دا مهال د ايران غوښتنليکونه لرو. هيله مو لرو چې دا به زموږ د لوبغاړو د پاره ښه پايله ولري.))

مدير اغا زياتوي، تر اوسه پورې د کندهار لوبغاړي په زاړه سيسټم روزل شوي دي خو ايران ته له تلو سره به په عصري توګه هم وروزل شي.

د کندهار د فوټبال لوبغاړي وايي، دا مهال دوى تر هرڅه زيات په نويو مېتودونو روزنې اړتيا لري .

د دوى په خبره په ايران کې تر لوبو کولو او روزنې وروسته به وکولاى شي چې په نړيواله کچه لوبې وکړي.

د کندهار د فوټبال د لوبې يو تن لوبغاړى سميع غيرتمل : ((سخته اړتيا لرو موږ روزنې ته . چې دغه دولت راغلى دا دويم ځل دى چې له کابل څخه موږ ته روزونکى راځي. موږ تر اوسه په عصري توګه نه يو روزل شوي. که ايران ته لاړ شو، هلته لوبې وکړو او وروزل شو زيات برياليتوبونو به مو په برخه شي .))

د کندهار د بېلابېلو لوبو لوبغاړو تر دې وړاندې په وار وار له دولت څخه غوښتي وو چې دوى دي د ښې روزنې د پاره بهرنيو هېوادونو ته ولېږدوي.
XS
SM
MD
LG