د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګاونډیو لاسوهنه چې نه وي درېدلې، سوله نشي راتلای


د افغانستان د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د سولې د فعاليتونو او هلو ځلو د ارزونې په خاطر يوه غونډه جوړه شوې وه.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي دې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، تر هغې چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې لاسوهنې کوي، سوله نا شونې ده.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطا الله لودين هم وويل، چې ټول هېوادوال په دې پوه دي چې ناامنۍ او ستونزې د ګاونډيو له خوا راپيدا شوې دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند په خپله وينا کې له جهادي رهبرانو څخه وغوښتل چې نور د سياست له ډګره ووځي.

ياده دې وي چې له تيرو څلورو مياشتو راهيسې په ننګرهار کې د سولې عالى شورا دفتر په رسمي توګه په کار پيل کړي دي.

د دغه دفتر مشر ملک نذير وايي چې تر دې دمه په ننګرهار کې د سولې له بهير سره ٧٧ تنه د دولت وسله وال مخالفين د خپلو سپکو او درنو وسلو سره يو ځاى شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG