د لاسرسي ځای

تازه خبر

'زه د نارنج ګل یم، زما هم قدر په کار دی'



ما معطر کړی په وږمو ستاسو دیار دی
زه د نارنج ګل یم، زما هم قدر په کار دی

د المان په مونښن (یا مونشن، په انګلیسي کې میونښ دی) ښار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د مولانا صدیق الله فدايي د کنفرانسونو او ویناوو په تالار کې د سولې په پیغام تر سره شوه.

مشاعرې ته له بېلا بېلو سیمو او هیوادونو شاعران، دانشوران، خبریالان، او پوهان ورغلي ول.

په دې فرهنګي غونډه کې سیاسي او وطني شعرونه هم وویل شول، او په پای کې د سولې په ملاتړ، او د سولې لپاره د پاڅون پیغام هم وړاندې کړل شو.

د نارنج ګل دې مشاعرې ته د ازادۍ راډیو خبریالان جان اقا الکوزی او ډاکتره فریده هوډ سیفي هم ورغلي ول.

ډاکترې سیفي په مشاعرې کې خپل یو شعر هم وړاندې کړ چې په کې د اسیا و اروپا پرتله شوې وه.

د مشاعرې یوه ګډونواله، د مشال راډیو خبریاله حسیبه شهید وه چې د دې فرهنګي غونډې ټول حال یې له ځانه سره راوړی او تاسې ته یې په دې رپورټ کې در اوروي:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG