د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولادمیر پوټن وايي د ولس د ښېګړې لپاره به کار کوي



د روس نوي منتخب کېدونکي ولسمشر ولادمير پوټن د هيواد پر ټولو سياسي ګوندونو غږ کړی چې د هيواد د ښېګړې لپاره په ګډه کار وکړي. د وزيراعظم په حېث پارليمان ته پخپله وروستۍ وينا کي پوټن د خپل حکومت د څلورو کلونو لاس ته راوړنې په ګوته کړې.

پوټن چې له ۲۰۰۰ م کال څخه بيا تر ۲۰۰۸م کال پوري د روس ولسمشر و، د مي پر اوومه نېټه به يو ځل بيا د اوو کلونو لپاره په ولسمشرۍ پېل وکړي.

پوټن په داسي حال کي پارليمان ته وينا کړې چې په دسمبر کي د روس تر اوسنيو انتخاباتو وروسته ګڼ شمېر مظاهرچيان کوڅو ته راووتل او په انتخاباتو کي يې د ټګۍ تورونه ولګول او د نوموړي پر سياسي مشرتابه يې ناهيلي څرګنده کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG