د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسۍکې د اوو ولسي وګړو مړي موندل شوي


مشال راډیو


د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې) آئې ایس پی آر( یو چارواکي مشال ریډیو ته ویلي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه یوسف تالاب سیمه کښې د اوو ولسي وګړو مړي موندل شوي دي او دغه کسان لشکر اسلام نومي وسله والي ډلې څو ورځې مخکې تښتولي وو او اوس يې ووژل.


خو د لشکر اسلام وسله والې ډلې یو ویاند بيا وايې چې دغه کسان دوی نه دي وژلي او نه يې هم پړه پخپله غاړه اخلی. بل خوا ځايې سرچینې وائې چې دغه کسان د امن لښکر غړي وو او د وسله والو پر ضد راپورته شوي وو.


د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کښې د تیرو دریو کالونو راهیسې د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دي او د نا امنۍ له امله له دغه سيمي څخه په زرګونو خلکو خپلې کډې ایستلي دي. چې زیاتره په جلوزو کیمپ کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG