د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سیاست لپاره پنځه وړاندیزونه


افغان ولسمشر حامد کرزی لویې جرګې ته د وینا پر مهال. د ۲۰۱۱م کال د نومبر ۱۶مه
افغان ولسمشر حامد کرزی لویې جرګې ته د وینا پر مهال. د ۲۰۱۱م کال د نومبر ۱۶مه
امريکايي مجلې فارن پاليسي د يوه غوره افغانستان د رامينځته کولو لپاره ځيني وړانديزونه کړي دي. مجله لیکي چې که پر دې وړاندیزونو عمل وشو نو کيدای شي چې د افغانستان سیاست پر ښه ډګر روان شي.

په فارن پاليسي کې ليکوال ډاکټر پال ډي ملر د افغانستان د سياست د ښه کولو لپاره چې د کومو پنځو ګامونو د اخیستلو وړانديز کوي ، په هغو کې د واک لاندي سطح ته منتقلول ، د انتخاباتو نيټه له يو بل سره سمول ، د ووټونو د نظام بدلول ، طالبانو ته د سياسی ګوند جوړولو بلنه ورکول او لويه جرګه راببلل شامل دي.

ليکوال وايې د افغانستان د سياست د ښه کولو لپاره پکار دی لومړۍ اختيارات لاندي سطح ته منتقله کړل شي.

دی دليل ورکوي چې د افغانستان په اوسني آئين کې مرکزيت زيات دی یانې له واليانو يې واخلې بيا د پوليسو د مشرانو تر ټاکلو پوري د هرڅه واک له ولسمشر سره وي.

ليکوال وايي د واک دغه مرکزيت د افغانستان د کلتور ، اقتصاد او ټولنې لپاره مناسب نه دی. نو بايد واک تر لاندې سطح پورې منتقل کړل شي.

ليکوال د افغانستان د سياست د ښه کولو لپاره د انتخاباتو وخت له يو بل سره سمول د دوم وړانديز په توګه يادوي. د ده په وينا په ۲۰۰۴م کال کې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو مشن يوناما په لومړي ځل د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو د جلا جلا کولو فيصله وکړه چې دې له معاشي پلوه افغان حکومت له چیلنج سره مخامخ کړی دی.

دې ګام د افغان حکومت انتخابي خرڅه زياته کړېده او دا اندېښنه يې راپورته کړېده چې له نړيوالې مرستي پرته آيا افغان حکومت دا خرڅ پوره کولاﺉ شي او که نه؟

د ليکوال وړانديز دا دی چې د هغه په وینا ، بايد افغان حکومت د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره انتخابات په يو بل پسې وکړي.

دريم وړانديز د ووټونو په نظام کې بدلون دی. د ليکوال په وينا په افغانستان کې د سياسي ګوندونو غير موجودګي د جمهوريت په وده کې خنډ دی.

په دې برخه کې نوموړی د کاميابه اميدوارانو د طريقه کار حواله ورکوي چې په ترتيب سره د ووټ اخیستو وروسته کاميابيږي. د ده په وينا د دې مثال د نړۍ په يوه جمهوريت کې هم نشته.

د ده په خبره په جمهوريت کې نشستونه سياسي ګوندونو ته د اخیستل شوو ووټونو د تناسب پر بنياد ورکول کیږي خو په افغانستان کې دا ډول نظام د افرادو لپاره دی.

ډاکټر پال ډي ملر څلورم وړانديز دا کوي چې بايد طالبانو ته د سياسي ګوند جوړلو بلنه ورکړل شي. دی لیکي چې تر څو افغان حکومت یاغيانو ته دا باور ورنکړي چې د افغانستان په سياسی نظام کې دوی هم ونډه درلودلاﺉ شي تر هغه وخته نه يوازې جګړه نه شي ختمېدلاﺉ بلکه د دې هيواد ثبات هم ممکن دي. او د ده په خبره د دې لپاره دا هيواد د طالبانو يو سياسي ګوند ته ضرورت لري.

د ليکوال په وينا د طالبانو د سياسي ګوند ګټه به داوي چې دا به عام جنګيالي سياسي بهير ته راولي چې ورسره به ياغيان کمزوري شي.

د ليکوال ډاکټر پال ډي ملر وروستی وړانديز د لويې جرګې رابلل دي. دی لیکي چې جرګه کولاﺉ شي طالبانو ته استاذيتوب ورکړي. د هغه په وینا دا به له ياغيانو سره د منځګړي په توګه کار وکړي. د دې ترڅنګ زياتره افغانان پر لويه جرګه باور لري نو دا به په افغانستان کې سياسي نظام ښه کړي.
XS
SM
MD
LG