د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران لانجمن اټومي پروګرام او امریکا


Iran & US flags
Iran & US flags

ژباړه: فرخنده وزیر، مشال راډیو
سرچینه: واشنګټن پوسټ


واشنګټن پوسټ کې جوبي وېریک او ګرګ میلر لیکي، درې کاله وړاندې سي آی اې د یو ډرون الوتکې له لارې د ایران قم سیمې ته نږدې ورغلی وو، او د هلته نه یي د دغه هیواد د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه مالومات کړي وو.

له دغې وروستو د امریکا د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بش په وخت کې امریکا په ایران کې د ډرون له لارې داسې مالومات کړي وو، چې ایران په یو شمیر ځایونو کې د خپلو ایټمي وسلو جوړولو په کار بوخت دی.

له دغې وروسته د امریکا او نړۍ لخوا په دې خبره زیات زور راوړل شو، چې باید د ایران په لانجمن ایټمي پروګرام خبرې وشي.

واشنګټن پوسټ لیکي، اسراییل غواړي چې د ایران مسله د پوځي لارې هواره کړي، او دې ته یي پرې نږدي، چې د ایټمي وسلو جوړولو پلان پسې وغزوي.

اسراییلي چارواکي غواړې له دې مخکې چې ایران ځان د دوی لخوا د حملو بچ وساتي، او یو ایټمي طاقت جوړ شي، پرې حمله وکړي. اخوا نړیوال هیوادونه په ایران دا زور راوړي چې د خپل ایټمي پروګرام په اړه د نړۍ اندیښنې لرې کړي ، او د خبرو میز ته کیني.

امریکا او پنځه نور هیوادونه روس، چین، برتانیه، فرانس او جرمني په دې هڅو کې بوخت دي، د ایران سره دا مسله د خبرو د لارې هواره کړي، او په قوم سیمه کې د یو رینیم د غني کولو کار ودروي.

او د داسې کولو په بدل کې به نړیواله ټولنه د خپل څار لاندې ایران ته ددې اجازت ورکړي، چې یوازې د کاروباري ضرورتونو د پوره کولو لپاره کولی شي، د خپل ایټمي پروګرام نه ګټه پورته کړي.

ورځپاڼه لیکي، سي ای اې په خپل هغه پلان خبرې نه کوي، چې دوی د ایران د ايټمي پروګرام په اړه په موجوده وخت کې څه پلټنې کوي.

اخوا د ایران حکومت په څو څو وارې دا خبره کړې ده، چې د دوی اټومي پروګرام پر امنه دی، او غواړي له دغې نه خپل د توانیی ضرورتونه پوره کړي.

بلخوا نړیوال هیوادونه دا هم وایي، ایران داسې کوشش کوي، چې د خپلو ایټمي وسلو جوړولو کار د هیواد نورو خفیه سیمو ته منتقل کړي.
XS
SM
MD
LG