د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په سیمه کې د امن لپاره یواځې د خدی په اسره یو'



منور شاه، مشال راډیو

پراګ - د فرانس خبري اژانس اې ایف پي خپله یوه مقاله کې د جلوزو کډوالود کېمپ په اړه لیکی یوې کډوالې مېرمنې ورته ویلي خیبر ایجنسۍ کې د ترهه ګرو پرضد د املیاتو پرمهال یې خاوند وژل شوې دې.

دغه مېرمن زیاتوي، خاوند یې یو مزدورکاره سړې وو د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته کې یې خاوند ژوند دلاسه ورکړو مالومه نه ده چې له کومې خوا په نښه شوې.

دا وايي، د خاوند مړی یې ورته ډېر په بدحال کې ورکړل شو، وجود یې ټوټې ټوټې شوې وو.

اې ایف پي لیکي دا مېرمن د خاوند تر مرګ وروسته له خپلو شپږو بچو سره په کډه کولو مجبوره شوه، خو وايي چې سیمه یې آزاده شي او په کې امن راشي نو غواړي چې واپس خپل وطن ته لاړه شي.

د ماشومانو د حفاظت لپاره کارکؤنکې غېر سرکاري اداره سېو دي چلډرن وايي دروان کال د شورو راهیسې تر دې دمه د وسله واله والو پرضد دپوځي املیاتو لوجې د ۲۵۰۰۰۰ نه زیات خلک دسیمې نه کډه شوي دي.

په دې مقاله کې وړاندې راغلي د خېبر ایجنسۍ د ناآرامۍ له وجې پېښور کې هم وخت په وخت دبد امنۍ پیښې رامنځ ته کیږي چې د مخ نیوي لپاره یې حکومت په سیمه کې املیات تیز کړي دي. دملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر یو ځايي چارواکې چنګېز مطیع ال حسېن وايي چې د خیبر ایجنسۍ نه هره ورځ په زرګونو خلک د جلوزو کېمپ ته ورځي.

د جلوزو کېمپ چې په اول وار د افغان کډوالو لپاره جوړ شوې وو. د حکومت لخوا د املیاتو نه پس پکې اول د باجوړ او بیا د مهمند ایجنسۍ نه بې کوره شوي خلک پاتې شوي وو. او دا اوس په دې ورستیو کې پکې ترټولو ډېر یعنې خواوشا ۱۱۰۰۰۰ د خیبر ایجسۍ بې کوره شوی خلک مېشت دي. دا خلک ګله کوي چې دلته دیو شمیر مشکلاتو سره مخ دي.

په خېبر ایجنسۍ کې دپوځي املیاتو لوي هدف مینګل باغ او دهغه ډله لشکر اسلام ده، خو ددې ډلې پرضد طالبان هم جنګیږي چې څه ورځې وړاندې یې په یو ځانمرګي برید کې د لشکر اسلام ۲۷ کسان وژلي وو.

دې حالاتو ته په کتو سره د سیمه ییزو چارو کار پوه رحیم الله یوسف زی وايي دا ډېر پېچیده حالات دي چې په کې کوم واضحه هدف په نظر نه راځي خو لوی کار به دا وي چې دا سیمه په ارام شي.

نوموړی زیاتوي، په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات هم د سوات په څېر کامیاب نه دي، وخت په وخت ادعاوې کېږي چې سیمې د وسله والو نه پاکې شوې او څه موده پس پکې بیا نا آرامي شروع شي.

خو اې ایف پي د جلوزو په کېمپ کې یوې کډوالې میرمن سلما چې ځان یې په برقعې کې پټ کړې وو، د خولې لیکي دوي لپاره وسله وال او حکومت یو ډول دي ځکه چې د دواړو لخوا ورته تکلیفونه ورسېدل، دا وايي چې منګل باغ یې له زمکې په نښه کوي اوپوځ یې په هوايي بمبارۍ کې وژني.

سلما بي بي زیاتوي، په سیمه کې د امن لپاره یوازې د الله په آسره دي.
XS
SM
MD
LG