سېلاب مسود، مشال راډیو
اسماعیل خان ډېره - د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یوه کس خپل درې ماشومان وژلي او د هغوی مړي یې په سیند کې غورځولي دي.
د ډېره اسماعیل خان د تکرن په سیمه کې د غلام حسین په نامه کس د اپرېل پر اوومه، خپل درې ماشومان وژلي او د هغوی مړي په سیند کې غورځولي دي.
د ماشومانو عمرونه اووه ، څلور او درې کاله دي چې د وژل کېدو لامل یې غربت ښودل شوی دی.
د پولیسو ځايي چارواکي سېف الرحمان د دې پېښې پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې د ماشومان وژونکی پلار یې نیولی او د ماشومانو په مړو پسې لټون روان دی.
په پاکستان کې د زښت فقر له لامله وخت تر وخته داسې پېښې مخې ته راځي چې یا خو مور و پلار خپل بچي خرڅوي او یا یې هم وژني.
د نړیوال بانک له وینا سره سم، په پاکستان کې شا و خوا ۶۰ فیصده ولس د غربت پر کرښې ژوند تېروي.
د غربت کرښه نړیوال بانک داسې تعریفوي چې هر کس د ورځې دوه امریکايي ډالره ګټي نو د فقر پر وروستي حد دی.
تر دې کمې پیسې ګټونکې خلک، د غربت تر کرښې لاندې ژوند تېروي چې د اقتصاد په اصطلاح کې ورته مطلق فقر ویل کېږي.
د غربت یو بل قسم نسبي فقر دی او دا هغه مهال واقع کېږي چې په یوه ټولنه کې د یوې طبقې او بلې هغې د ګټې تر منځ پراخ توپیر وي.
د اقتصادي چارو کار پوهانو له وینا سره سم، د بې وزلۍ په نورو قسمونو کې د ماشومانو فقر، او جنسي فقر شامل دي.
د ملګرو ملتونو پرمختګ ادارې (یو این ډي پي) له وینا سره سم، په نړۍ کې په هرو ۱۰ انتهايي بې وزله کسانو کې ۶ ښځې وي.
په وروسته پاتې او مخ پر ودې هیوادونو کې د ماشومانو او ښځو فقر ډېر زیات وي.