د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیاچین کې د ګېرو پوځیانو د ژوند امکانات کم




بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان پوځ د هغه ۱۳۵ کسانو نومونه خپاره کړي چې له پرون راهيسې له هندوستان سره پر پوله د سکردو او سياچين په سيمه کې د واورې د ښوېدو له امله ګېر پاتې دي.


د پوځیانو نومونه دلته لیدای شئ.


د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) خپرې کړې یوې خبر پاڼې تر مخې په ګېرو شویو کسانو کې ۱۲۴ پوځيان او ۱۱ ملکي وګړي دي چې هلته يې له پوځ سره کار کاوه.

د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس مشال راډيو ته وويل چې د دې خلکو د را ایستلو لپاره کار روان دی: ((پېښه د سياچین په ګياري سېکټر کې شوي. مرستندويه ډلې سيمې ته ليږدول شوې دي. هلته د هيلي کاپټرو او روزل شوو سپیو په مرسته امدادي کار روايانې روانې دي. تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې حتمي شمېر نشته. ))

دلته د پاکستان لږ تر لږه اوه، اته زره پوځيان شته دي. د هندوستان پوره يو ډويژن دی چې پنځلس – شپاړس زره پوځيان په کې وي. پر دوی د پاکستان هره ورځ، شا و خوا يو کروړ روپۍ او د هندوستان پنځه کروړه روپۍ مصرفېږي.
برېګېډیر سعد محمد خان

د آی ایس پي آر د خبرپاڼې ترمخې، د سکردو په ګياري کې د دغه پوځيانو غونډ له ۲۰ کالونو راهيسې میشت دی او دا لومړی ځل دی چې له پوځيانو سره داسې پېښه کېږي.


د پوځي چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ يو پخوانی برېګيډير محمد سعد وايي د دې سيمې د اهميت له وجې هلته پاکستان او هندوستان دواړو په زرګونه پوځيان اچولي دي.

هغه مشال راډيو ته وويل: ((دلته د پاکستان لږ تر لږه اوه، اته زره پوځيان شته دي. د هندوستان پوره يو ډويژن دی چې پنځلس – شپاړس زره پوځيان په کې وي. پر دوی د پاکستان هره ورځ، شا و خوا يو کروړ روپۍ او د هندوستان پنځه کروړه روپۍ مصرفېږي.))

رسنيو د پوځي کارپوهانو له خولې ليکلي چې په سياچین کې چې تر اوسه پورې څومره پوځيان وژل شوي دي، په هغوی کې ۸۰ فيصده د سخت موسم او واورو د ښوېدو له وجې وژل شوي.

برېګيډير سعد وويل، سره له دومره مرګ ژوبلې هم د دغه ځای د اهميت له وجې له دې ځايه پوځيان نه را ایستل کېږي:

(( په ۱۹۴۸ کال کې په دغه ځای کې د کشمير پر سر د پاکستان او هندوستان ترمنځ جګړه وشوه نو ملګرو ملتونو په کې جنګ بندي وکړه او د جنګ بندۍ سرحدي کرښه راښکل شوه. له هغه وخته راهيسې دلته د پوځيانو موجوديت ډېر شوی دی. که چيرته د غرونو لوړې څوکې يا قراقرم پاس د پاکستاني پوځي په کنټرول کې وي نو د هند پوځ به ترې د سخت فشار لاندې وي. دلته ۸۰ فيصده مرګ ژوبله د موسم له وجې رامنځته کېږي. ))

رویټرز خبري اژانس په خپل يو رپورټ کې ليکلي چې په دې پېښه کې د ګڼې مرګ ژوبلې امکانات لیدل کېږي.
XS
SM
MD
LG