د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: خلکو سره چلند په اړه پولیسو لپاره ورکشاپ


یو افغان پولیس د هیواد په شمال کې د رېل په تمځي کې خپله دنده تر سره کوي
یو افغان پولیس د هیواد په شمال کې د رېل په تمځي کې خپله دنده تر سره کوي

نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ګردېز - په افغانستان کې، ډېر وخت د پوليسو له چلند او له او اصولو د هغوی د ناخبرۍ په اړه شکايتونه او نيوکې کېږي، چې پوليس له خلکو سره ناسم چلند کوي.

خو د افغانستان په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو د سيمه يیز دفتر له خوا اوس په پکتيا ولايت کې ملي پوليسو ته د قوانينو او له خلکو سره د چلند په اړه، په درې ورځنيو ورکشاپونو کې لنډې زده کړې ورکول کېږي.

د افغانستان په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو د سيمه یيز دفتر مسوولين وايي، دوی په دې ورکشاپ کې د پوليسو د کړنو، قوانينو، له خلکو سره د چلند، مسووليتونو، حقونو او ځينو نورو اړينو مسايلو په اړه خبرې کوې.


افغان پولیس د روزنې پر مهال
افغان پولیس د روزنې پر مهال
د دوی په اند، دا وخت پوليس دې ډول ورکشاپونو ته زياته اړتيا لري؛ ځکه چې د پوليسو د روزنې دوره خورا کمه او چټکه وي، چې په ټولو اړوند مسايلو په کې پوهېدل ګران وي.

په پکتيا کې د بشري حقونو د سيمه یيز دفتر مرستيال محمد يوسف ملاتړ وايي، په دې ورکشاپ کې۳۵ پوليسو ګډون کړی او دا چې په پام کې لري دا ډول نور ورکشاپونه هم جوړ کړي.

نوموړى زياتوي، له دې وړاندې يې هم ورته ورکشاپونه د پوليسو لپاره جوړ کړي، چې ښې پايلې يې لرلې.

د ورکشاپ ګډونوال پوليس هم د بشري حقونو له دې اقدامه خوښي ښيي او وايي، ډېر هغه څه يې په کې زده کړل چې له دې مخکې يې په اړه معلومات نه لرل.

دوی وايي، په ورکشاپ کې وړاندې شوې موضوع ګانې به له هغو پوليسو سره هم شريکي کړي، چې تر اوسه يې په دا ډول ورکشاپونو کې ګدون نه دى کړى.

د سپين غر زون اړوند يو تن پوليس افسر او بل پوليس سرتېرى وايي، دوی د قوانينو په اړه ډېر څه په ورکشاپ کې زده کړل.

په پکتيا کې د بشري حقونو د سيمه یيز دفتر له خوا په داسې حال کې د پوليسو لپاره روزنيز ورکشاپونه جوړ شوی، چې ډېر وخت د عوامو له خوا پر پوليسو د خلکو سره ناوړه چلند نيوکې کېږي او ويل کېږي چې افغان پوليس تر ډېره بريده له قوانينو نا خبره دي.
XS
SM
MD
LG