د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې مذهبي ډلو مظاهرې کړې دي


د يو شمير مذهبي او سياسي ګوندونو ډلي دفاع پاکستان نن د هيواد په مختلف ښارونو کې مظاهرې کړې دي.

د دفاع پاکستان کونسل مرکزي غړي يوسف شاه مشال راډيو ته ويلي، په کونسل کې شامل يوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد د نيولو لپاره د امريکا لخوا د انعام اعلانولو پرضد احتجاجي مظاهري کوي.

د امريکا د بهرنو چارو وزارت د تير ګل په ورځ د ناقانونه ګرځولي شوي دلي مشر حافظ سعيد د نيولو لپاره د لس ملينه ډالرو انعام اعلان کړي وو.

پاکستان ويلي چې د حافظ سعيد پرضد قانوني کار روايي لپاره دي پاخا ثبوتونه ورکړي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG