د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د کوکنارو کښت کم شوی دی



سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل وايي چې د نوي لمريز کال له پيل راهيسې تر اوسه پورې د دوى د يوې تر سره شوې سروې په اساس په کندهار کې د کوکنارو د کرلو کچه د تېر کال په پرتله کمه شوې ده.

دى وايي سږ کال به هم په کندهار د تېر په څېر د کوکنارو د اړولو کمپاين پيل شي خو تمه لري چې تر نور کله به سږ کال دغه کمپاين ډېر ګټور وي. ځکه چې د کندهار ټولې ولسوالۍ د دولت په واک کې دي.

د ده په خبره د کوکنار په کرکېله کې د کموالي راتګ د کندهاري چارواکيو د ښه کار له امله دى .

(( سږ کال په کندهار کې د کوکنارو د کرلو کچه د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې ده . موږ په فام کې لرو چې په روان کال کې به د يو منظم پلان په اساس په کندهار د کوکنارو او نورو نشيي توکو د کرلو اندازه تر دې هم ټيټه کړو ))

مقبل زياتوي چې د نشه يي توکيو پر وړاندې مبارزه دا نه مانا چې يوازې دي د کوکنار بوټي له بېخه وايستل شي بلکې دولت بايد د نشه يي توکيو قاچاق وړونکي هم ونيسي او هغه مواد هم ضبط کړي چې قاچاق وړونکي يې نورو سيمو ته وړي.

دى وايي د نشه يي موادو د له مېنځه وړلو د پاره بايد ګاونډي هېوادونه هم له دوى سره مرسته وکړي ځکه چې دغه ستونزه د ټولو شريکه ده.

(( ما د افغانستان، ايران او پاکستان په يو درې اړخيزه غونډه کې په ډآګه وويل چې د سيمې هېوادونه لا تراوسه پورې په ګډه د يو منظم په پلان په اساس د نشه يي موادو له مېنځه وړلو ته نه دي سلا شوي دي. په افغانستان او د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د زېرمه شويو نشه يي توکو د نيولو او ضبطولو کار ډېر سست دى. تر اوسه پورې لا دا هم نه ده مالومه چې د نشه يي موادو پيسې له کومه راځي مونږ بايد هغه ټولې سرچينې وپېژنو چې د نشه يي موادو کار و بار پرې چلېږي. ))

د مقبل په خبره پريکړه يې کړې ده چې په کندهار او ور څېرمه څو ولايتونو کې د نشه يي موادو د له مېنځه وړلو په موخه به بزګرانو ته د عامه پوهاوي ټريننګونه ورکوي، کېماوري سره او اصلاح شوي تخمونه به ورباندې ويشې او تر ډېرې کچې به يې د زارعت په برخه کې نورې اړتياوې پوره کوي.

شا و خوا څلور مياشتې وړاندې هم ضرار احمد مقابل کندهار ته د يو رسمي سفر پر مهال ورته څرګندونې کړې وې.
XS
SM
MD
LG