د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپټمبر ۱۱ مې د پېښې پر تورنو مقدمه


امریکا د یولسم ستمبر کال 2001 ترهه ګري برید چې پکې تقریبا 3000 کسان وژل شوي وو، د پلان په تور د القاعده پنځه مشکوک یاغیان په رسمي ډول تورن کړي.

په دغه پنځه کسانو کې د دې برید پلان جوړونکې یو پاکستانې خالد شیخ محمد، او د یمن ولید بن اتش په ګډون د یمن رمضي بن اشیبه ، د پاکستان علي عبدلعزیز علي ، او د سعودي عرب مصطفی احمد ال هوساوي شامل دي.

یاد شوي کسان په کیوبا کې په امریکایی جیل ګونتانامو بې کی قید دي چیرته چې به د دوي پر ضد د پوځي عدالتونو کاروایی کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت پینټګان وایی په دوي بیلا بیل تورونه دي چې پکې ترهه ګري، اغوا، دسیسه جوړول، قتل او ملکیت ته زیان رسول شامل دي.

د جرم ثابتیدلو په صورت کې دوي ته د مرګ سزا ورکړل کیدای شي. د مۍ په میاشت کې به د دوي پر ضد عدالتي کاروایی کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG