د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شپې په چاپو خبرې کوو: امریکا



رپوټ: بشیر ګواښ


پراګ: امريکا وايي د افغانستان سره د شپې د چاپو وهلو د مسلې د حل لپاره سلا کيدو ته نيزدې شوي دي.

د امریکې د دفاع وزارت يو وياند جارج ليټل په دې اړه يوې خبرې غونډې ته وويل، (مونږ د افغانستان سره د دې او ځينو نورو موضوعاتو په اړه يوې هوکړې کولو ته نيزدې شوي يو. ايساف ځواکونه د افغان ملګرو سره د شپې د عملياتو په اړه اوږه په اوږه کار کوي. د شپې عمليات ډير اغيزمن دي. په شريکه د مسلو هوارول به د افغانستان، امريکا او اتحادي ملکونو په ګټه وي. زه د شپې د عملياتو د مسلې په اړه کوم تړون ته د رسيدلو وخت نه شم ټاکلی خو زه وايم چې افغانانو ته د خپل امنيت د ساتلو ډير برخه سپارل چې د ځينو عملياتو کول پکې شامل وي، پرمختګ ښايي)

وال سټريټ جورنال ورځپاڼې د افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنيت يو مرستيال سلاکار، شيدا محمد ابدالي، له خولې ليکلي چې د شپې په عملياتو کې به امريکايان بيا هم مرسته کوي خو افغان پوځيان به د عملياتو د ټولو خواوو مشري کوي.

د يادونې وړ ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي څو څو ځله ويلي چې د امريکا سره د اوږد مهاله سټريټيجيک تړون له کولو مخکې بايد بهرني ځواکونه د شپې له خوا د افغانانو په کورونو چاپې وهل ودروي او د خپل لاس لاندې زندانونه دې افغانستان ته وسپاري. د زندانونو د سپارلو په اړه امريکا او افغانستان په دې وروستيوو کې يو تړون لاسليک کړ.

د امريکې د دفاع وزارت وياند جارج ليټل وويل چې دوی د شپې له خوا د بهرنيوو پوځيانو د چاپو د وهلو په اړه د افغان حکومت په انديښنو پوهيږي. نوموړي زياته کړه (له يوې مودې راهيسې افغان حکومت په دې اړه انديښنه درلوده. مونږ په دې پوهيږو. مونږ په بيلابيلو وختونو کې د شپې د عملياتو د اغيز منتيا په اړه هم خبر يو نو ځکه د افغانستان سره په دې اړه د يو تړون په کولو کار کوو)

وال سټريټ جورنال ورځپاڼې ليکلي د شپې دعملياتو په اړه يوې هوکړې ته د رسيدو سره به د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږدمهال تړون لاسليک کولو ته هم لاره هواره شي چې له مخې به يې افغانستان کې د يو شمير امريکايي پوځيانو پاتې کيدل يقيني شي.

امريکا ويلي وو دا تړون به راتلونکې مياشت په شيکاګو کې د افغانستان په اړه کيدونکي کانفرنس کې او يا هم له دغې ناستې ترمخه لاسليک شي.
XS
SM
MD
LG