د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چیلاس په ګونړ فام سیمه کې نهه کسان پر ډزو وژل شوي


د چلاس ګونړفام سيمه کښې تيره ورځ مظاهرچيانو ګلګت ته تلونکى بسونه په خپله ولقه کښې واخستل او د نهه کسانو ووژلو ورستو يې څلورو بسونو ته اوور ورته کړو.

د ګونړفام تهاڼې د پوليسو مشر ترمخه دا پيښه هغه وخت رامخې ته شوه چى کله د بسونو يوه قافله ګلګت ته روانه وه او نامعلومه کسانو په ګونړفام سيمه کښې د بسونو نه خلک راکوز کړل او پر ډزو يې ووژل، د نامعلومه کسانو په ډزو کښى ايس پى ديامر په شمول دلسو زيات کسان ژوبل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG