د لاسرسي ځای

تازه خبر

حافظ سعید وایي دی ښکاره دی نو بیا انعام د څه ؟



سرچینه:ايسوسي ايټډ پريس
ژباړه: عبدالحۍ کاکړ


امريکايي خبري اژانس ايسوسي ايټډ پریس د امريکا او پاکستان د خرابو اړيکو پوره تصوير ورکوي. خو پر حافظ سعيد امريکايې انعام ايښودل يې د رپورټ بنياد ګرزولۍ دی.

اژانس واېي د حافظ سعيد په نيولو او يا په نيولو کي د مرستي پر سر د يو کروړ ډالر انعام ايښودل کيدای شي په پاکستان کي په داسي حال کي خلک نور هم را وپاروي چې وار له مخه د دواړو هيوادونو اړيکي خرابي دي.

اژانس زياتوي په پاکستان کي د امريکا پر ضد شته احساساتو ته که و کتل شی نو داسي نه ښکاري چې حکومت به دده پر ضد څه کاروايې وکړي. خو ايسوسی ايټډ پريس واېي دغه انعام د امريکا په ارزونه کي داسي يو بدلون ښکاري چې د يو داسي سازمان په مشر پسې ده چې ويل کيږي د پاکستان پوځ يې د ځان په ګټه استعمالوي.

اژانس د د نوم نه ښودلو پر شرط د يوه امريکايې چارواکي له خولې ليکي په داسي حال کي چې کالعدم لشکر طيبه چې د پاکستان پوځ ته تل نږدې پاتې شوی ده، او د هيواد د ملي امنيت لپاره د يوې الې په توګه استعماله شوې ده نو دا انعام به د پاکستان او امريکا اړيکي نورې هم پيچلې کړي.


چارواکي واېي د پاکستان حکومت د لشکر طيبه له القاعدې سره په لوړه کچه د اړيکو ساتلو مخه نیولې ده خو د اژانس په وينا دا څرګنده نه ده چې دغه انعام به د پاکستاني چارواکو له شرمندګۍ سره د مخامخ کولو او د هند د خوشحالولو پرته بل يو څه اثر وهم لري او که نه.


خپله حافظ سعيد خبري اژانس ته ويلي چې دوی د نيټو د سپلايې د بحالولو وروسته پاکستان ته د ور وړاندي خطرونو څخه دخلکو د خبرلو لپاره جلسې کوي. دی په دې خبره افسوس ښکاره کوي چې امريکا دده په اړه معلومات نه لري او دده په وينا داسي انعامونه د هغو لپاره دي چې په غارونو او غرونو کي پټ دي.


ايسوسي ايټډ پريس د پاکستان د حکومت او پوځ کې دننه کړيو حواله ورکوي، چې په دې باور لري که د هميش لپاره د نيټو سپلاېي بنده کړل شي، نو نتيجه به يې په نړيواله کچه د پاکستان د يوازيتوب په شکل کي راوزي.
XS
SM
MD
LG