د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې په نشه د روږدو مېرمنو شمېر زیاتیږي


د نجات مرکز د پوهاوي په یوه غونډه کې یوې مېرمنې افیوم نیولي دي . د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ ۲۹مه
د نجات مرکز د پوهاوي په یوه غونډه کې یوې مېرمنې افیوم نیولي دي . د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ ۲۹مه
روئټرز خبري اژانس په افغانستان کې په نشه د روږدو ښځو په اړه یو رپورټ جوړکړی دی چې دوی څنګه په نشه اخته شوي او له کومي لاري نشيې توکي لاس ته راوړي.

په دې رپوټ کې په کابل کې د روئټرز خبريال له هغو ښځو سره د دريم باروري کس له لارې خبرې کړې دي چې په نشه روږدي دي خو يوې هم ورته خپل پوره نوم نه دی ښودلی.

رپورټ وايي چې د نړۍ نوي فيصده افيوم په افغانستان کي پيدا کيږي. روئټرز د ملګرو ملتونو د نشي توګو او جنايتونو د ادارې حواله ورکوي چې وايي په افغانستان کې دا وخت شاوخوا لس لکهه کسان په نشه روږد دي .

په کابل کې د نشي ښځو د علاج مرکز ً نجات ً اندازه لګوي چې دا وخت په افغانستان کې شاوخوا شپيته زره ښځي په نشه اخته دي.

د نجات مشر وايي چې له تيرې لسيزې راهيسې په ښځو کي د نشې رجحان مخ پر زياتيدو دی.

خبريال وايي په افغانستان کې ښځې د دباندې وتلو اجازه له خپلو نارينه خپلوانو څخه اخلي. انيتا نومي يوې ښځي اژانس ته ويلي چې دا د علاج لپاره له کوره د وتلو اجازه نه لري. انيتا په نشه اخته ده او دا عادت يې له خپله خاوند اخستی دی.

ديرش کلنه فوزيه بيا وايي چې خاوند يې بل واده کړی او دې ته څه خاص پاملرنه نه کوي نو ځکه يې افيوم شروع کړل او اوس دا دی په لارو کوڅو کي خير ټولوي.

د ناجيا په نوم يوې ميرمنې روئټرز ته ويلي چې د افيوم عادت يې له خپله خاونده واخیستی چې په ايران کې يې مزدوري کوله.

د نجات مشر ارمان رووفي وايي چې له پاکستان او ايرانه ستانه شوي مزدوران د ښځو په نشه د روږدولو لويه وجه ده.

اژانس زياتوي د افيوم د يوې ورځي خرڅ دوه سوه افغانۍ دی چې دا په يو داسې هيواد کې ګرانه نشه ده چې هر دريم کس يې د غربت تر کرښې لاندې ژوند تيروي.

د نشې د خرڅ د برابرولو لپاره دغه ښځې خپل ماشومان د بې کاره بوتلونو او نورو زړو سامانونو د راټولولو لپاره بهر ته ليږي او يا يې پخپله له برکې لاس را ايستلی وي او خير غواړي.

د روئټرز خبري اژانس رپورټ زياتوي له کابله سره نژدې په بادام باغ جېل کې دا وخت يو سل څلور شپېته ښځي قيد دي چې په کې څلور شپيته هغه دي چې په نشه روږدې دي.

اژانس وايي ايچ آی وي ايډز هم اوس يوه جدي مسئله ده چې د مخنوي لپاره يې د روغتيا وزارت د ښځو د وينو د معائنو نوې تګلاره جوړه کړې خو د اژانس په وينا د محافظه کاره قوتونو لخوا د دې مخالفت کیږي.
XS
SM
MD
LG