د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېرې تعلیمي ادارې او که د تعلیم ښه معیار ؟


د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون
د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون
انیسه اجمل ، مشال راډیو

پراګ: د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چی په تیرو څلورو کالونو کې يې د یو شمیر تعلیمي ادارو تر څنګ پوهنتونونه هم جوړ کړي دي.

د خیبر پوښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدرخان هوتي د ګل په ورځ مشال راډیو ته ویل چې د تیرو حکومتونو په پرتله د دوی حکومت په صوبه کې د ګڼ شمېر سکولونو او کالجونو تر څنګ ډیر پوهنتونونه هم پرانستي دي .

د هغه په وینا دا د دې صوبې په تاریخ کې لومړی حکومت دی چې دومره ډیرې تعلیمي ادارې يې جوړې کړې دي.

امیرحېدرخان هوتي زیاته کړه چې دوی یوازې په دې اړه نه بلکه د ښوونکو پر روزنه او په تعلیمي نصاب کې اصلاحاتو ته هم پاملرنه کړېده.

خو پوښتنه دا ده چې آيا د دې نوو جوړ کړل شوو پوهنتونونو لپاره په تعلیمي بجټ کې زیاتوالی هم راوستل شوی دی او کنه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبایي وزیر میا افتخارحسېن مشال راډیو ته وویل ً په پاکستان کې د پوهنتون جوړولو اجازه مرکزي حکومت ورکوي او د خیبر پښتونخوا حکومت د دې لپاره خپل فنډ ساتلی دی ، ځکه چې د پاکستان په آیین کې له اتلسم بدلونه وروسته له مرکزي حکومته سره هغه فنډ پاتې نه دی کوم چې به تر دې وړاندې ورسره ووً.

میا افتخار حسېن وویل چې د پوهنتون لپاره مځکه صوبه ورکوي او مرکزي حکومت پرې پوهنتون جوړوي.

میاافتخار حسېن زیاته کړه چې ً د پوهنتون لپاره دا هم اړینه ده چې چار چاپېره یې کالجونه هم وي نو مونږ له دې پوهنتونو سره کالجونه هم جوړ کړي دي بجټ مو هم ورته زیات کړی دی ً.

د تعلیمي چارو کارپوه ډاکټر فضل الرحیم مروت د نوو تعلیمي ادارو د جوړلو په لړ کې د خیبرپښتونخوا د حکومت ستاینه کوي او زیاتوي چې د نوو پوهنتونو د جوړولو تر څنګ په کار دی چې د تعلیم معیار ته هم داسې پاملرنه وشي چې له پوهنتونونو فارغه کېدونکي ځوانان بیا د وخت د چېلنجونو مقابله هم وکړاﺉ شي.

یوه زده کوونکي سلمان خان بیا له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت که له یوې خوا نوي پوهنتونونه جوړوي نو بلې خوا ته پخوانیو تعلیمي ادارو ته پاملرنه نه کوي.

هغه زیاته کړه چې ً د پخوانیو پوهنتونو حالت ډېر خراب شوی دی ، استاذان پر خپل وخت کلاسونه نه اخلي ، زده کوونکي هم خپلو کلاسونو ته ورځي نه ، او د تعلیمي ادارو چې کوم کارکوونکي دي هغوی د پېسو په بدل کې د زده کوونکو حاضري لګوي ً .

سلمان خان وویل چې په نظام کې ستونزه ده . د هغه په خبره که نظام برابر کړل شي نو هرڅه به سم شي.

د رپوټونو له مخې اوس مهال په خیبرپښتونخوا کې ټولې اولس سرکاري پوهنتونونه دي چې څلور په کې اوسني حکومت جوړ کړي دي.
XS
SM
MD
LG