شبقدر- د پاکستان د خیبر پښتونخوا د چارسدې په شبقدر کې یوه ماشوم ځان وژلی دی.
۱۳ کالن کامران د اووم ټولګي زده کوونکی وو. ده د مارچ پر ۲۵مه له خپلې مور سره بحث وکړ او لږ وخت وروسته یې ځان ته اور واچاوه چې بیا درې ورځې مخکې مړ شو.
ویل کېږي ده له مور سره په دې بحث کړی وو چې د ښوونځي جامې (درېشي) یې نه لرله.
د کامران مور وايي، دومره غریبه ده چې هیڅ وس یې نه لرله چې هغه ته جامې واخلي.
کامران په خپل ښوونځي کې له لومړي ټولګې تر اوومه پورې هر کال لومړی ځای تر لاسه کاوه او ډېر ذکي زده کوونکی وو.
د کامران مور وايي، د نوموړي دې ګام د دوی ژوند له نورو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی.
د زښتې غریبۍ او فقر له کبله د دې ۱۳ کالن ماشوم د ځانوژنې په اړه پوره رپورټ د غږ په ځای کې واورئ:
د نړیوال بانک له وینا سره سم، په پاکستان کې ۶۰ فیصده خلک هره ورځ، په اوسط ډول دوه امریکايي ډالره ګټي چې په دې د دوی د ژوند لګښتونه نه پوره کېږي.