د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی رسول قطر ته ځي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول د اپرېل په دویمه قطر ته ځي او ټاکل شوې چې سبا به له قطري چارواکو سره په دې هیواد کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستو په اړه خبرې وکړي.

ډاکټر زلمی رسول دا مهال په ترکي کې د شام د ملګرو هيوادونو په غونډه کې د برخې اخیستو لپاره په استنبول کې دی او د ورځې په پای کې به قطر ته ځي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ډاکتر زلمی رسول به د قطر له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د پروسې او ددواړو هیوادونو د اړیکو په اړه خبرې اترې کوي. د سولي د عالي شورا مرستیال مولوي عطا الله لودین مشال ريډیو ته وویل چې د دوي د شورا د دارلانشا مشر به له زلمي رسول سره د قطر په سفر کې ملګری وي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې قطر ته ځي چي افغان طالبانو څو اونۍ وړاندې له امریکا سره د خپلو خبرو د درولو اعلان وکړ. طالبانو ویلي د ګونتانامو له زندانه د دوي د یو شمیر زندانیانو د خوشې کیدو پر سر له امریکا سره د اختلاف له امله یې د خبرو اترو بهیر درولی دی. خو بل لور ته د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسول اسماعیل قاسمیار بیا وايي چې امریکا د څلور یا پنځه طالب مشرانو د خوشي کولو لپاره په اصولي توګه سلا ده خو د قطر له هیواده دا باوري کول غواړي چې دا کسان به له خوشي کېدو وروسته یاغیتوب تهد مخه نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG