ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو
نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې د القاعده د ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن کشرې ښځې پاکستاني تحقيق کوونکو ته ويلي چې خاوند يې په امريکه کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د مياشتې تر يوولسمې نيټې وروسته په پاکستان کې نهه کاله په پنځوو بيلابيلو کورونو کې و اوسېد.
ياده دې وي چې اسامه د ۲۰۱۱ کال د مئ په مياشت کې په ایبټ اباد کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.
ډکلن واش په خپله دې ليکنه کې وايي، د امل احمد عبدالفاتح په نامه د اسامه ۳۰ کالنې ميرمنې دا معلومات پاکستاني پوليسو ته د تحقيقاتو پر مهال ورکړي خو ليکوال وايي، پاکستاني پولیسو له دې علاوه هغه معلومات چې پاکستان څنګه دومره ډير وخت له امريکه څخه د اسامه په پټيدو کې مرسته کړي وه.
د ډکلن واش په وينا دا نوي معلومات ځينې نورې پوښتنې راپورته کوي لکه د نړۍ تر ټولو مطلوب کس څنګه کولی شول په ظاهره د دومره پاکستاني لټون باوجود د خپلې کورنۍ سره له یوه ښاره بل او بيا بل ته تګ راتګ کاوکړي؟
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په وينا د اسامه بن لادن د دريوو کونډو چې دا مهال د نظارت لاندې ژوند تيروي، وکيل وايي چې کيدای شي پر دوی او د دوی پر دوو لوڼو په رسمي توګه پاکستان کې په غير قانوني توګه د پاتې کيدو تور پورې شي او پنځه کال د بند سزا ورته واورول شي.
پوليس وايي د اسامه دوه مشرانو ښځو چې د سعودي عرب دي، د تحقيق کوونکو سره همکاري نه ده کړي خو د هغه کشرې ښځه چې د اسامه د وژنې د عملياتو پر مهال زخمي شوي وه، ډير معلومات ورکړي.
په دې مقاله کې راغلي چې امل ويلي په ۲۰۰۰ کال کې کراچۍ ته او بيا د اسامه بن لادن سره د واده لپاره کندهار ته لاړه. پر امريکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتې له بريدونه وروسته په افغانستان کې د هغوی ژوند سخت شو او د امل په وينا د خپلې نوې زيږيدلې لور سره واپس کراچۍ ته لاړه. نوموړې هلته نهه مياشتې و اوسېده.
امل پوليسو ته ويلي چې د يوې پاکستانۍ کورنۍ او د سعد په نامه د اسامه بن لادن د زوی په مرسته يې په دغه ښار کې اوه ځله کورونه بدل کړل.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په وينا امل ويلي چې په ۲۰۰۲ کال کې دوی له کراچۍ پيښور ته لاړل او هلته د اسامه بن لادن سره يوځای شول. له دې ځايه بيا د سوات ښکلي سيمې شانګلې ته کډه شول او په ۲۰۰۳ کال کې د اسلام اباد سره نيزدې د هريپور سيمې ته لاړل.
د مقالې ليکوال د پولیسو د تحقيقاتو په حواله ليکي چې په ۲۰۰۳ کال کې امل د عاصيه په نامه لور او په ۲۰۰۴ کال کې د ابراهيم په نامه زوی راوړ. دوی دواړه د پاکستان په يوه حکومتي هسپتال کې وزيږيدل.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چې د اسامه بن لادن کورنۍ په ۲۰۰۵ کال کې د اسلام اباد سره نيزدې ایبټ اباد ښار ته لاړه. همدغلته د امل دوه نور ماشومان وزيږيدل. ځانګړو امريکايي ځواکونو همدغلته اسامه بن لادن د څلورو نورو کسانو سره وواژه.