د لاسرسي ځای

تازه خبر

له قبایلي سیمې خیبر له یو لک زیات کسان بې کوره شوي


د باړې کډوال پېښور ته ځي
د باړې کډوال پېښور ته ځي

بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ - د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي، د خیبر اېجنسۍ د باړې او خوا او شا سيمو څخه نيزدې يو نيم لک خلک له پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي دی.

د دغه ادارې وياندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته د بې کوره شوو خلکو او د هغوی د بې کوره کيدو د لامل په اړه وويل:

((تر پرونه پورې له يولک او څلویښت زره کسان په جلوزو کمپ کې رجسټرد شوي دي. په دوی کې د شلوبر، قمبرخيلو، اکاخيلو، توريخيلو، ملک دين خيلو او کمال خيلو قبيلې خلک دي. [د بې کوره کېدو] وجه يې دا ده چې يو خو د دې خلکو کورونه د پوځي عملياتو په سيمو کې او يا هم ورسره نيزدي دي. بله وجه يې دا ده چې هلته حکومت اعلان کړی چې خلک دې خوندي ځايونو ته کډه شي.))

په دې وروستيو کې له خیبر اېجنسۍ څخه د ځينو اورپکو ډلو لکه لشکر اسلام، انصار الاسلام او عبدالله عزام بريګېډ د خپلمنځو او يا هم د پاکستان د امنيتي ځواکونو سره د جګړې رپورټونه راځي.

د خیبر اېجنسۍ کډوال د مرستو تر لاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ دي
د خیبر اېجنسۍ کډوال د مرستو تر لاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ دي
د رسنيو د رپورټونو تر مخې وسله والې نښتې او بمبارۍ د خیبر په باړه سيمه کې تر ټولو ډېرې کېږي.

له باړې څخه بې کوره شوي درنجيت سنګ چې اوس د نوښار سره نيزدې د جلوزو په کمپ کې د خپلې کورنۍ سره اوسيږي، مشال ريډيو ته د باړې د حالاتو په اړه وويل:

((هلته ډېر بد حال دی. څوک يوې خوا ته روان دي او څوک بلې خوا ته خپل ماشومان او سامانونه وړي. ډير زيات خلک بې کوره شوي دي. که سیک دی او هر څوک دی خو بس چې نوم يې د خیبر اېجنسۍ دی، هغه د ډيرو بدو حالت سره مخامخ دی.))

دلته له خیبر ايجنسۍ څخه د کورنۍ سره کډه شوی مستقيم خان خوشاله نه دی. هغه وايي:

((خپله سيمه خپله وي که هر څنګه وي، مونږ ورپسې خفه يو. دلته په خيمو کې اوسيږو.))

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (UNHCR) ويانده دنيا اسلم خان وايي، دوی د پاکستان د حکومت او ملګرو ملتونو د نورو ادارو سره په شريکه کوشش کوي دې کډوالو ته هر سهولت برابر کړي:

((را کډه شوي خلک په کيمپ کې د پاکستان د قدرتي آفتونو پر وړاندې هلې ځلې کوونکي ادارې (PDMA) او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره ځان راجسټر کوي. په دوی کې اکثره، نيزدې ۸۰ فيصده خلک، بيا له خپلو خپلوانو او دوستانو سره او يا هم که وس لري په پېښور او خو او شا سيمو کې کورونه کرايه کوي. په کیمپ کې د اوسېدونکو خلکو لپاره موږ د پاکستان له حکومت سره په شريکه، د ژوند، تعليم او روغتيا ځينې سهولتونه برابر کړي دي.))

د نوموړې په وينا تر هغې پورې چې پوځي عمليات پای ته نه وي رسيدلی او په سيمه کې امن نه وي پر ځای شوی، د خیبر ايجنسۍ دا بې کوره شوي خلک نه شي کولی بيرته خپلو ځايونو ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG