د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د بې پیلوټه الوتکو برید، ۴ وژل شوي


د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې مشکوکه بې پیلوټه امریکايي الوتکو برید کړی دی چې په کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، د مارچ په ۳۰مه سهار، بې پیلوټه الوتکو په میرامشا بازار کې پر یوه کمپاونډ حمله وکړه. په دې برید کې د دوو کسانو د ژوبلېدو خبر هم دی. رویټرز خبري اژانس د یوه طالب قوماندان په حواله وايي، په دې حملې کې وژل شوي څلور واړه کسان عرب دي او له یوه عربي هیواد سره تعلق لري. خو اژانس د دې عربي هیواد نوم نه دی ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG