د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او افغانستان پر یو بل څومره اډانه لري



ژباړه: منور شاه، مشال راډیو

لیکوال: جاوېد احمد

سرچینه: دي نیشنل انټرسټ

دي نېشنل انټرسټ مجله کې جاوید احمد یوه مقاله لیکلې وايي که څه هم په دې ورستیو کې ځنې داسې پیښې رامنځ ته شوې، لکه د باګرام په هوايي ډګر کې د اسلامي نسخو سوزیدل او په کندهار کې دیو امریکايي پوځي لخوا د ولسي خلکو وژنه، چې د افغانستان او امریکا تعلقات یې د کړکیچ ښکار کړي خو بیا هم د دواړو هېوادونو لپاره د اوږد مهاله ملګرتیا لوظنامه ګټه وره او ضروري ده. ویل کیږي امکان دې چې دا لوظنامه د راروانې مۍ د میاشتې د نېټو دغونډې نه وړاندې لاس لیک شي.

لیکوال وايي که یوې خوا ته افغانستان کې زیاتره خلک په دې خبر دي چې دا لوظنامه یې د هېواد د امنیتي او اقتصادی ثبات لپاره ډیر اهمیت لري، او د امریکا کردار د افغانستان لپاره ضروري بولي نوبلې خوا ته ځنې چارواکي بیا ددې برعکس نظر لري او ددې لوظنامې په لاس لیک کولو کې خنډونه را پورته کوي.

داسې حالات پیدا کوي چې له مخه یې ددواړو هېوادونو ملګرتیا او ګټې د خطر سره مخ کیږي.

جاوید احمد وړاندې لیکي دامریکا د امنیت په لړ کې افغانستان ډیر اهمیت لري ځکه چې هم له دې هېواده ترهه ګرو په امریکا برید کړې وو او که څه هم په افغانستان کې د امریکايي املیاتو له وجې القایده او نورې ترهه ګرې ډلې بې ځایه شوي خو لاهم ختمې شوې نه دي، داراز که افغانستان په خپل حال پریښودل شي نو د مستقبل لپاره یې بیا ترهه ګر د خپل مرکز په توګه استعمالولې شي.

بلخوا لیکوال وايي که افغانستان دامریکا سره اوږد مهاله سټریټیجیکي لوظنامه و نکړي او امریکا ددې سیمې نه اوځي نو د پاکستان او ایران په څیر ګاونډي هېوادونه به دافغانستان په داخلي مسلو کې لاس وهنه کوي چې له وجې به یې وخت په وخت نه یوازې افغانستان بلکه ټوله سیمه د خطرونو سره مخ کیږي.

لیکوال وايي د ۲۰۱۴م کال نه پس چې دافغانستان نه نړیوال ځواکونه اوځي او امریکا خپلې مرستې جاري ونه ساتي نو دې هېواد کې به روان سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګ هم دوام ونلري. او دې ته په کتو سره افغان مشران به کله هم د خپل هېواد مستقبل او او دافغان ولس ژوند په داؤ نه لګوي.

لیکوال زیاتوي افغانستان کې چې په دې ورستیو کې کومې پیښې رامنځ ته شوې هغې زیاتره امریکایان په دې سوچ مجبور کړل چې پکاردي ځواکونه یې زر تر زره ددغه هېواد نه ستانه شي. نو دا هم مناسب نه ده ځکه چې دې سره به هغه ټوله کامیابيانې ضایع شي چې ترلاسه کولو لپاره یې ګڼ شمیر امریکایانو او افغان ولس قربانۍ ورکړي دي.

جاوید احمد ددې مقالې په آخر کې وايي چې دافغان حکومت او امریکا ترمنځه تعلقات کړکیچن وي طالبان به ترې ګټې پورته کوي او دغه راز اوږد مهاله سټریټیجیکي لوظنامه نه لاس لیک کول هم د یاغیانو په ګټه ده. په داسې حال کې ضرورت ددې خبرې دې چې دغه تړون زر تر زره لاس لیک شي او دواړه هېوادونه خپلې ګټې محفوظې کړي
XS
SM
MD
LG