د لاسرسي ځای

تازه خبر

دامریکا د سېنټ کام مشر اسلام اباد ته رسېدلی


د امريکا د سنټرل کمانډ ( ګډو ځواکونو ) کمانډر جنرال جيمز ميټس او افغانستان کې دنړیوالو ځواکونو مشر جنرال ايلن دخبرو اترو لپاره پاکستان ته رسیدلي دي.

مشال راډيو سره خبرو کې د پوځ د ولسي اړیکودادارې ( ايي. ایس. پي.آر ) یو ویاند وويل چې د پاکستان سفر دوران به دواړه مشران د پاکستان دپوځ د مشر جنرل اشفاق پرويز کيانى سره ليده کاته کوي، چى پکې به د ناټو د رسدد پرانېستلو او سرحدى اړیکو کې د بهترۍ راوستو نه علاوه په نورو مهمو چاروهم خبرې اترې کوي.

په پاکستان کې د امريکا د سفارت ویاند مارک سټرو مشال ريډيو سره خبرو کې د جنرل جيمز ميټس او جنرل جان ايلن پاکستان ته د راتللو پخلی کړی، خو په دى اړه یې د نورو معلوماتو دورکولو نه ډډه کړې ده.

تېرکال دنومبر په میاشت کې د مومندو په سلاله پوسته باندې د ناټو د هیلي کوپترودبرید په ترڅ کې د څلور ویشتو پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو نه پس دا لومړی ځل دی چې کوم لوړ پوړی امریکايي پوځي چارواکی د اسلام اباد څخه لیدنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG