د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ځیني وزیران دپیسولپاره خلک تښتوي


بلوچستان دکابینې غونډه
بلوچستان دکابینې غونډه
خدای نور ناصر / کویټه بلوچستان
دپاکستان په بلوچستان صوبه کې له اوږدې مودې راهیسې د پېسو لپاره د سړي تښتوونې پېښي روانې دي،چې په دې وروستیو کې په کې زیاتوالی راغلی، او د صوبې امنیت يې ګډوډ کړی دی.

دحکومت مخالفو ګوندونو په وار وار دا تورونه لګولي ، چې له تښتوونکو ډلو سره حکومتي چارواکي هم لاس لري،اوس د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میرظفرالله زهري د سې شنبې( نهي ) په ورځ په لومړي ځل دا تورونه تائيدکړل، او زیاته يې کړه، چې د کابینې ټول وزیران نه، البته درې وزیران يې په دې کې ککړ دي. نوموړي زیاته کړه :

( د ټولي کابینې، په شپېتو وزیرانو کې شپېته واړه په دې ککړ نه دي، البته درې داسې وزیران دي، چې هغه له دغو ډلو سره لاس لري. د کابینې په غونډه کې ما ددې وضاحت هم وکړ، او اشارتا مي وزیراعلی ته ورو هم ښودل. نو اوس د وزیراعلی امر ته منتظر يو، ځکه چې موږ دده د امر پابند يو. او مونږ ځیني مجبورۍ هم لرو، چې دلته مو ګډ حکومت دی. خو نن موږ دا پرېکړه وکړه چې په داسي معاملو کې به چا سره هیڅ ډول رعایت نه کوو.)

دبلوچستان د کورنیو چارو وزیر په خبري غونډه کې هم دارنګه زیاته کړه،حکومتي اوانتظامي چارواکي په سفارش یا غوښتنه لګيږي. دده په خبره د کابینې په راتلونکې غونډه کې به ددې پرضد کار کېږي ظفرزهري په خپلو خبرو کې وویل، تر څو چې د سفارش کولتور ختم شوی نه وي، په صوبه کې امنیت ښه کېدای نه شي.

( تر څو پورې چې دا دسفارش کولتور ختم شوی نه وي، تاسو دا توقع مه ساتئ چې دلته به هدفي وژنې، او د ناامنۍ نوري پېښي ختمې شي. د کابینې په راتلونکې غونډه کې به په همدې کار کوو، چې دا کولتور ختم کړو. چې څومره زر هم دا کولتور ختم شي، د ناامنۍ پېښي به ورسره اتیافیصده ختمې شي.)

د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د بلوچستان دکلي والو سیمو د پرمخ تګ د ادارې د پروګرام تښتول شوي کسانو د راخوشي کېدو لپاره صوبايي حکومت څه ګامونه پورته کړي؟ د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وویل، تښتول شوي کسان په وزیرستان کې دي، او ددوی حکومت د هغې سیمې له قبایلو مشرانو سره سره له ځايي عالمانو سره هم په تماس کې دي، او هڅه کوي چې تښتول شوي کسان زر تر زره راخلاص شي.
XS
SM
MD
LG