د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اسامه کورنۍ ته به پاکستانی عدالت سزا ورکوي"


د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن
د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن


د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د کورنۍ وکېل ويلي پاکستاني عدالت به د اسامه د کورنۍ غړي هيواد ته په غير قانوني توګه ورتګ په رسمي توګه ګرم و بولي. د اسامه د کورنۍ غړي د تير کال د مئۍ پر لومړۍ نيټه په ايبټ آباد کې د امريکايې عملياتو وروسته په حراست کې دي.

دامريکايې خبري اژانس ايسوسی ايټډ پريس د دفاع وکېل محمد عامر له خولې ليکې د پاکستان عدالت به د اسامه بن لادن کورنۍ د اپريل په دویمه نيټه هغه وخت هيواد ته په غير قانوني توګه په راتلو ګرم و بولي کله چې د مقدمې اوريدنه پيل شي. په دې کې د اسامه بن لادن درې کونډي او دوې لوڼې شاملي دي.

عدالت د دوشنبې په ورځ پنځه واړو ښځو ته د مقدمې او پر دوی د لګولو شوو تورونو د شهادتو کاپياني و سپارلې.

د پاکستان قانون پوهان وايې دغو ښځو ته زيات څخه زياته پنځه کاله د بند سزا اوريٍدول کېدای شي. د اسامه بن لادن د يوې ښځی تعلق له يمن ، د بلې له سعودي عرب سره ښودل کېږي خو د دريمي ښځی شهريت يې لا معلوم نه دی .


اې پي د رپورټونو له مخي وايې چې د دغو ښځو يو خپل تن په دې وروستيو کې د دوی د خلاصون لپاره د پاکستان سفر کړی وو خو داسي بريښي هغه د دوی په خلاصون کې ناکامه شوی دی.

اسامه بن لادن شاوخوا پنځه کاله د پاکستان د ايبټ آباد په ښار کې اوسيدی او د تير کال د مۍ په لومړۍ نيټه په امريکايې عملياتو کې و وژل شو.
د خبري اژانس په وينا يو اړخيزه امريکايې عملياتو د پاکستان پوځ ته نه يوازي سپکاوۍ و رسولۍ بلکه خفه يې هم کړی.

يو حکومتي کميشن ددې پيښي پلټنه کوي او غړو يې د اسامه بن لادن له کونډو څخه هم پوښتني کړي دي.
XS
SM
MD
LG